د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې د پېټروليم کمپنۍ تښتول شوي کارکوونکي راخوشې کړل شول


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پولیس وايي، په میرامشاه کې د ماړي پټرولیم کمپنۍ تښتول شوي څلور ملازمین یې د وسله والو له ولکې خوشي کړي او دوه وسله وال يې وژلي دي.

په میرامشاه کې یو پوځي چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د یادې کمپنۍ څلورو کارکوونکیو د جنورۍ په ۱۹مه د میرامشاه تحصیل انغرکلي سره نږدې د تیلو او ګیس سروې کوله، چې د راستنیدو په وخت وسله والو تښتولي ول خو امنیتي ځواکونو تیره شپه (د جنورۍ ۲۰مه) په عملیاتو کې څلور واړه بازیاب کړي او د تحریک طالبان پاکستان د علیم خان ډلې دوه وسله وال یې وژلي دي.

یاد پوځي چارواکی زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال دوه تښتول شوي ملازمین او یو سرتیری ټپي شوي دي چې په میرامشاه روغتون کې یې درملنه روانه ده او صحي وضع یې له خطرې څخه بهر ده.
په تښتول شویو کې یو د کرک او درې د پنجاب وسیدونکي دي.

ماړي پټرولیم کمپنۍ د شمالي وزیرستان په سپین وام او شوه سیمو کې له تېرو څو کلونو راهیسې د ګیس او پټرولیم لټون کوي او تیر کال یې په شوه کې د ګیسو لویه زخیره هم موندلې وه. یادې کمپنۍ اوس په میرامشاه او رزمک کې هم د تیلو او ګیسو د موندلو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

د شمالي وزیرستان خلک وروستیو بدامنیو اندېښمن کړي دي. د ملي جمهوري غورځنګ ګوند د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سکرتر جمال داوړ د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې امنیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی. نوموړی وايي، هغوی له حکومته په وار وار غوښتنه کړېده چې امنیت دې ټینګ کړي. هغه وايي، دا ډول پېښې په ولس کې اندېښنې زیاتوي.

نوموړي وړاندې وویل: "په کومو ځایونو کې چې قدرتي وسایل زیات وي، پکار خو دا وي چې د هغو سیمو خلک زیاتې خوشالۍ وویني خو دلته خبره اپوټه ده، موږ له خپل وسایل عذاب جوړ شوي دي، زموږ د دغو وسایلو د تروړلو لپاره زموږ په خاوره تل مصنوعي جنګونه تپل شوي دي."

جمال داوړ وايي، حکومت او امنیتي ادارې مسوولې دي چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي.

چارواکي وايي چې سیمه کې د امنیت ټینګولو پوره هڅې یې کړي، د وسله والو ضد ځانګړي عملیات دوام لاري او چا ته به هم د امنیت د خرابولو اجازه نه ورکوي. په میرامشاه کې یو پوځي چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل، په ۲۰۲۲ کال کې یې ۱۷۲ وسله وال وژلي دي او ۱۲۵ نور یې ژوندي نیولي دي.

XS
SM
MD
LG