د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان خلک پر امنیتي پوستو له اوږدو تلاشیو سر ټکوي


په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د عملیاتو له کبله څه د پاسه یو مېلیون خلک کډوال شوي ول - پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د عملیاتو له کبله څه د پاسه یو مېلیون خلک کډوال شوي ول - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي، په وروستیو کې یې په ضلع کې د تګ راتګ په برخه کې ستونزې زیاتې شوې دي.

د دوی په وینا، چې کله د میرامشا، میرلي، رزمک او نورو سیمو پر سړکونو سفر کوي نو پر "هره پوسته د موټرو قطارونه" وي، او هلته د تالاشیو له وجې تر "ساعتونو، ساعتونو ولاړ" وي.

دوی د جنورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، کله کله چې خلک خپل جدي ناروغان لېږدوي، نو له لا زیات مشکل سره مخامخېږي.

ځايي خلک وايي په وروستیو کې پر سړکونو پوستې او تالاشۍ داسې ښکاري لکه شاوخوا یوه لسیزه مخکې چې د ضرب عضب په نوم د پوځي عملیاتو پر مهال وې.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه داسې عملیات پیل کړي وو چې بیا یې له کبله تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې پر لارو تالاشۍ او پوستې پر داسې مهال زیاتې شوې دي چې هلته د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې ناامني زیاته شوې ده او په عین وخت کې د وسلوالو ضد عملیات هم روان دي.

د میرلي اوسېدونکي مجید بابر مشال راډیو ته وویل چې ځايي خلک له سخت مشکل سره مخامخ دي او د ۱۰ یا ۱۵ مېنټو (دقیقو) سفر په ساعتونو نه ختمېږي.

ده زیاته کړه چې د امنیتي پوستو له کبله خلک تعیلمي ادارو او دفترونو ته پر وخت په رسېدو کې له مشکلاتو سره مخامخ دي. "که امنیتي ځواکونه د ځان خوندي کولو لپاره د تګ راتګ پرمهال پوستې بندوي نو بیا دې د خپلو قافلو لپاره ځانګړې ورځ وټاکي."

د میرامشا یو اوسېدونکی اکرام الحق وايي چې دوی یو ځل بیا هره ورځ پر امنیتي پوستو په قطارونو کې ولاړ وي او انتظار کوي. "دوه ورځې وړاندې هم دلته یوې مېرمنې پر وخت روغتون ته د نه رسېدو په وجه په لاره کې ژوند له لاسه ورکړ."

د خیبر پښتونخوا له بنو څخه تر میرامشا پورې پر غځېدلي سړک تر هرو شپږ کېلومیټرو، له میرامشا تر رزمکه پر سړک له اتو او همداسې سپینوام، شوه، غلام خان، دته خېل او نورو سیمو ته پر تللیو لارو له هرو څو کېلومیټرو وروسته امنیتي پوستې جوړې دي.

ځايي خلک وايي چې دې پوستو او هلته کېدونکو تلاشیو یې د کاروبار او تعلیم تر څنګ د ژوند هره برخه اغېزمنه کړې ده.

د شمالي وزیرستان دا اوسېدونکي وايي، دوی پر حکومت او پوځ غږ کوي چې په دې لړ کې د دوی مشکلاتو ته پام وکړي او هوار یې کړي.

په میرامشا کې د پوځ یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جنورۍ پر ۲۰مه د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دوی د خلکو لپاره د اسانتیاوو پیدا کولو ته ژمن دي خو د ده په وینا، دا ګامونه یې د "وسلوالو د ممکنه بریدونو مخنیوي لپاره اخیستي" دي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر ریحان ګل خټک مشال راډیو ته وویل چې د خلکو د تګ راتګ دا مشکل احساسوي.

ده د جنورۍ پر ۲۰مه وویل، دا هر څه د روانې ناامنۍ او تر ځانمرګو بریدونو وروسته د امنیت ټینګ ساتلو لپاره شوي دي.

دی البته زیاتوي چې انتظامیه او پوځ لګیا دي چې د خلکو تګ راتګ اسان او خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په ډېرو سیمو او په ځانګړې توګه شمالي وزیرستان کې له هغه وروسته امنیتي حالات لا خراب شوي دي چې تحریک طالبان پاکستان له پاکستاني حکومت سره کړی اوربند ختم کړ.

تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲ز کال د جون په پیل کې د افغان طالبانو په منځګړتوب له پاکستان حکومت سره خبرې اترې پیل کړې وې او بیا یې ورسره اوربند هم اعلان کړی وو.

خو هغې ناقانونه ډلې د ۲۰۲۲ز کال د د نومبر پر ۲۷مه ډزبندي پای ته ورسوله او پر خپلو وسلوالو یې د حملو بیا پیلولو غږ وکړ.

له هغه راهیسې د پاکستان حکومت او پوځ هم ویلي چې د وسلوالو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی او په "هېڅ صورت یې بیا منظمېدو ته نه پرېږدي."

خو په عین وخت کې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د "ولسي پاڅون" په نامه د ناامنۍ پرضد پراخې ولسي غونډې دوام لري.

د دې غونډو زیاتره مشران تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي ادارو د پښتنو پر خاوره د "یو پلان له مخې" د وسلوالو پر بیا فعاله کېدو سترګې پټې کړې دي.

خو د پاکستان پوځ او حکومت دواړه دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG