د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ فعال نیولی دی


پښتون ژغورنې غورځنګ په وروستیو کلونو کې د ناامنۍ ضد او د خپلو غړو د خوشې کولو لپاره یوشمېر مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
پښتون ژغورنې غورځنګ په وروستیو کلونو کې د ناامنۍ ضد او د خپلو غړو د خوشې کولو لپاره یوشمېر مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د شمالي وزیرستان یو مخکښ فعال عید رحمان وزیر د بنو د ترهګرۍ ضد له عدالته نیولی دی.

د نوموړي وکیل شعېب خان سدوزي د جنورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې پر عید رحمان وزیر څلور مقدمې دایرې شوې دي چې پکې یوه د ترهګرۍ هغه هم شامله ده چې پکې ورباندې تور دی چې په وروستیو کې یې د بنو په جانيخېلو کې د "امن ولسي پاڅون" پر مهال د "ریاست یا دولت پرضد د خلکو د پارولو" هڅه کړې وه.

دی وايي، د نوموړي پرضد پولیسو پاتې درې مقدمې په شمالي وزیرستان کې د غورځنګ د بېلابېلو جلسو او احتجاجونو پر مهال جوړې کړې دي چې پکې پر نوموړي ورته تورونه پورې شوي دي.

سدوزي وویل چې وزیر د جنورۍ پر ۱۹مه د ضمانت لپاره عدالت ته وړاندې شو خو عدالت یې غوښتنلیک رد کړ او په څلورواړه مقدمو کې یې د پلټنو لپاره پولیسو ته وسپاره.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو یو مخکښ فعال ګران وزیر مشال راډیو ته وویل، پر ملګرو یې مقدمې بې اساسه دي ځکه چې دوی له قانون سره سم، د امن غوښتنې لپاره غونډې کوي.

ده زیاته کړه چې د امنیت ټینګښت لپاره سوله ییزې مبارزې ته دوام ورکوي او حکومت دې یې پرضد د مقدمو جوړولو لپاره د ناامنۍ ضد اقدامات وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي، مخکښه فعالان، مشران او پلویان د ریاست پر ضد د خلکو پارولو او د دولتي ادارو پرضد د ویناګانو په ګډون عامه نظم ته د زیان رسولو په تورونو مقدمه کېږي او یا نیول کېږي.

د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه د کواټ پولیسو د غورځنګ پر ۲۲ غړو د قانون د ۱۴۴مې دفعې د سرغړونې په تور مقدمه دایره کړه او بیا یې ونیول. هغه فعالان د پي ټي اېم د مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د بند دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت مظاهره کوله.

د جنايي قانون ۱۴۴مه دفعه یا ماده چې عملي شي نو بیا پر ولسي غونډو، په یو ځای کې له پینځو څخه د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د وسلې پر ګرځولو بندیز وي.

د کوهاټ پولیسو د علي وزیر خوشې کولو لپاره مظاهره کوونکي نیولي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:29 0:00

د ډېسېمبر پر اوومه د بلوچستان د لسبېلې ضلعې پولیسو د پي ټي اېم د مرکزي کمېټې درې غړي حاجي صدیق خلجی، حافظ جلال الدین او سمیع الله ترین د بلوچستان په حب سیمه کې په یوه غونډه کې د ریاستي (دولتي) ادارو پر ضد د ویناګانو په تور ونیول.

پولیسو هغه مهال ویلي ول چې د اکتوبر پر ۱۰مه په حب کې په ولسي غونډه کې د ۱۱ کسانو پرضد مقدمه دایره شوې وه چې په ترڅ کې یې د پي ټي اېم درې مخکښه غړي ګرفتار کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر پینځمه د خیبر پښتونخوا پولیسو هم د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه ځايي مشران حاجي عبدالصمد او ګران وزیر هم د ریاست او ادارو پرضد د ویناګانو په تور نیولي ول.

تر هغې وروسته د غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي ول چې له ګرفتاریو "نه وېرېږي" او له دې وجې به یې د "پښتنو د حقونو" لپاره او د ناامنۍ ضد مبارزه کمزورې نه شي.

په ۲۰۱۸ز کال کې د غورځنګ له جوړېدو راهیسې یې د مشر منظور پښتین په ګډون پر یوشمېر مخښکه غړو او پلویانو ورته مقدمې دایرې شوې دي او د علي وزیر او حنیف پښتین په ګډون یې ځینې مخکښان له کلونو راهیسې بندیان دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو نورو غړو تر څنګ وخت په وخت د وزیر او پښتین د خلاصون لپاره هم احتجاجونه او لاریونونه کړي‌ دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د پاکستان له ایین (اساسي قانون) او قوانینو سره سم، غونډې، جلسې او احتجاجونه کوي او مبارزه یې سوله ییزه ده.

XS
SM
MD
LG