د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي شمالي وزیرستان کې یې ۲ مشکوک وسلوال وژلي دي


پاکستاني پوځیان په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
پاکستاني پوځیان په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان د پوځ یو چارواکی وايي چې امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په عملیاتو کې دوه مشکوک وسلوال وژلي دي.

په میرامشا کې د پوځ یوه افسر چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جنورۍ پر ۱۹مه یې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو د چارشنبې (شورو) پر ورځ د استخباراتي معلوماتو پر اساس د شمالي وزیرستان په رزمک کې د "وسلوالو پر وړاندې لنډ عملیات" وکړل.

دی وايي، په کاروایۍ کې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول.

تر اوسه معلومه نه ده چې پوځیانو د کومې وسلوالې ډلې غړي وژلي دي ځکه چې په شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې فعاله دي.

په هغه ضلع کې له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی او پکې هر کال لسګونه هدفي حملې کېږي. له دې پرته، تېر کال په سیمه کې پر امنیتي سرتېرو هم بریدونه زیات شول چې پرضد یې د امنیتي ځواکونو عملیات هم روان دي.

د مشال راډیو له ارقامو سره سم، په ۲۰۲۲ز کال په شمالي وزیرستان کې په ۴۷ هدفي حملو کې تر ۶۰ زیات مشران، سیاستوالان، ځوانان، دیني عالمان او امنیتي سرتېري ووژل شول.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه د میرامشا ټل پله ته نېږدې د پوځ پر قافله په ځانمرګي برید کې یو عسکر او دوه ولسي وګړي وژل شوي او د درې سرتېرو په ګډون څلور کسان ژوبل شوي ول. تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۱۴مه هم په میرامشا کې پر پوځي کاروان په ځانمرګي برید کې یو سرتېری او یو ولسي وګړی ووژل شول او د څلورو سرتېرو په ګډون ۱۵ کسان ژوبل شول.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو هم په عملیاتو کې وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي. پوځ د ډېسېمبر پر ۲۳مه ویلي ول چې په میرلي کې یې په عملیاتو کې یو مشکوک وسلوال وژلی او بل یې ژوبل کړی دی.

امنیتي ځواکونو د ډېسېمبر پر ۱۰مه پوځ د شمالي وزیرستان په غلام خان کې په نښته کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان څانګې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر شپږمه چارواکو خبر ورکړ چې په شمالي وزیرستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه ولسي وګړي، دوه سرتېري او پینځه مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

په ۲۰۲۲ز کال کې د هدفي بریدونو او ناامنۍ پر ضد په شمالي وزیرستان کې پراخې مظاهرې او پرلتونه شوي دي.

د سیمې انتظامیې او امنیتي ځواکونو په بیا بیا ټینګار کړی دی چې هېڅ وسلواله ډله د امنیت خرابولو ته نه پرېږدي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکوي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير د ډېسېمبر پر ۲۳مه شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال ویلي ول چې پوځ امنیتي حالاتو ته توجه ورکوي او "د ترهګرۍ مخنيوي ته ژمن" دی.

جنرال سيد عاصم منیر د نومبر پر ۲۹مه د جنرال قمر جاوېد باجوه د ځایناستي په توګه د پاکستاني پوځ د نوي مشر په توګه دنده پیل کړې وه.

XS
SM
MD
LG