د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جانيخېلو کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ نښته کې ۳ کسان وژل شوي


د سیمې خلک او پولیس وايي، د دواړو وسله وال، ډلو ترمنځ تر دې وړاندې هم نښتې شوې دی: انځور له ارشیفه
د سیمې خلک او پولیس وايي، د دواړو وسله وال، ډلو ترمنځ تر دې وړاندې هم نښتې شوې دی: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په جانيخېلو کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ په نښته کې درې کسان وژل شوي او يو ماشوم ژوبل شوی دی.

پولیسو او ځايي خلکو مشال راډيو ته وويل چې نښته د ډېسېمبر په ۲۱مه د جانيخېلو په منډيي سیمه کې شوې ده.

د جانيخېلو پولیس تاڼې یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، مشال راډيو ته وويل چې د اختر محمد ګروپ وسله والو پر اسحاق ګروپ برید وکړ او نښته ونښته. اختر محمد ګروپ د بدو طالبانو یا بېډ او اسحاق ګروپ د ښو طالبانو يا ګوډ په نامه ياديږي.

د بدو طالبانو اصطلاح د هغو وسله والو لپاره کاريږي چې په پاکستان کې حملې کوي او د ښو طالبانو اصطلاح د هغو لپاره کاريږي چې په افغانستان کې بريدونه کوي.

د سیمې خلک او پولیس وايي، د دواړو وسله وال، ډلو ترمنځ تر دې وړاندې هم نښتې شوې دی چې پکې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. دوی وايي، به جانيخېلو کې د اسحاق ډله، اختر محمد ډله او د حافظ ګل بهادر ډله فعالیت کوي.

د تازه نښتو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې په جانيخېلو، بنو، لکي مروت او وزیرستانونو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې په ځینو هغو کې پولیس او امنیتي سرتېري هم په نښه شوي دی خو زیاتره پکې په عامو خلکو او قبایلي مشرانو بریدونه کېږي. قبایلي ولس وخت په وخت د احتجاجونو، پرلتونو او لاریونونو له لارې له حکومته غوښتنه کړېده چې د خلکو د ځان او مال د ساتنې ضمانت دې ورکړي.

بل پلو، حکومت، پولیس او امنیتي ځواکونو په وار وار ویلي چې د وسله والو پر ضد یې کارروايي پیل کړې او د سیمې د امنیت ټینګولو ته ژمن دي.

شنونکي وايي چې د حکومت د ناسمو تګلارو او د پولیسو په ګډون د قانون نافذوونکو ادارو د کمزوریو له وجې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي.

خبریال مشتاق یوسفزي د ډېسېمبر پر ۲۱مه مشال رېډيو ته وویل، حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو تر د ورګډېدو وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د ملي ادارې په ګډون نورو امنیتي ادارو ته د رقبې او ابادۍ په مناسبت وسایل ور نه کړل چې له وجې یې په صوبه کې امنیتي حالات لا خرابېږي.

له سږني اوړي راهیسې د شمالي او جنوبي وزیرستانونو، خیبر، باجوړ، سوات، کوز دير، پېښور، لکي مروت، ټانک او بنو په ګډون په یوشمېر ضلعو کې بریدونه او نښتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۹مه ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان هم د حملو بیا پیلولو اعلان وکړ او له اسلام اباد سره یې کړی اوربند مات کړ. د روان کال د ډېسېمبر تر ۱۷مې پورې په شمالي وزيرستان کې په ۴۷ هدفي بريدونو کې تر ۶۰ زيات کسان ووژل شول چې پکې ولسي مشران، ځوانان، فعالان او امنیتي سرتېري هم شامل دي.

شنونکي وايي، په ۲۰۲۲ز کال کې تحريک طالبان پاکستان ډلې ۳۲۰ حملو ذمه واري منلې ده. د دوی په اند، خيبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومتونه له هغې وسلوالې ډلې سره د خبرو په اړه سره واضحه تګلاره نه لري. دوی زياتوي، ښايي رياست د امنيت ذمه واري نه احساسوي ځکه ولس د وسلوالو ضد پاڅونونه کوي.

XS
SM
MD
LG