د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو میریان او ډومیل احمدزیو د ګېس لپاره جرګه او احتجاج کړی


د بنو احمدزیو او میریان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۲۶جرګه او احتجاج وکړ.
د بنو احمدزیو او میریان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۲۶جرګه او احتجاج وکړ.

د بنو میریان او ډومیل احمدزيو په سیمه کې د تېرېدونکي ګېس لپاره احتجاجي لاریون کړی.

د جنورۍ پر ۲۶مه دواړو قبیلو په جرګه او لاریون کې له حکومته غوښتنه وکړه چې هلته دې تېریدونکی ګېس اول ځايي خلکو ته ورکړي، وروسته دې يې پنجاب او نورو سیمو ته ولېږدوي.

د شمالي وزیرستان په شوه کې په ۲۰۲۲ز کال کې د ګېسو لویه زېرمه وموندل شوه چې د ګېسو کمپنۍ د رپورټ له مخې يې پيداوار یو ټریلین کیوبک فټ دی.

په سیمه کې د ګېسو نللیکه له شمالي وزیرستانه پیل شوې چې له بکاخیلو او د بنو له یو شمېر سیمو څخه تېرېږي. د ګېسو هغه پایپ لاین تر میانوالي غځول کېږي خو له څو میاشتو راهیسې بکاخیلو د احتجاج په توګه کار ورباندې درولی دی.

د بنو بکاخیل تحصیل له اوسېدونکو وروسته د بنو میریان او ډومیل احمد زي هم د احتجاج په توګه راوتلي دي. دوی د جنورۍ پر ۲۶ مه یوه جرګه وکړه. په جرګه کې پرېکړه وشوه چې ترڅو هلته بکاخیل او بنو کې ځايي خلکو ته د ګېس ورکولو په خاطر د ګېسو دوې اډې نه وي جوړې شوې، هغه ګېس پایپ لاین وړاندې نه پرېږدي.

د بنو اوسیدونکي مرید حیات اېډوکېټ د جنورۍ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې په بکاخیلو کې دوی په یوه ګډه جرګه کې پرېکړه کړې چې لومړی به ځايي اوسېدونکو ته ګېس ورکول کېږي، بیا دې د هېواد نورو برخو ته وغځول شي.

په جرګه کې د بېلا بېلو قبیلو مشرانو ترڅنګ سیاسي ګوندونو، د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينو مشرانو او مدني فعالانو هم ګډون وکړ.

د بکاخیلو یو مشر او د ګېسو غوښتنې لپاره د جوړې شوې کمېټۍ مشر حاجي سعیدالله مشال راډیو ته وویل چې جرګې پریکړه وکړه چې ترڅو ورته خپل قانوني او اییني حق نه وي ورکړل شوی، احتجاج ته به دوام ورکوي.

نوموړي زياته کړه، "د بنو په ازاد منډي کې راغونډ شوي وو. بنوزيو، احمدزيو او اتمانزيو ټولو شریکه پرېکړه وکړه. درې غوښتنې یې حکومت ته وړاندې کړې، چې د ګېس اډې جوړې کړي، یوه په بکاخیل او یوه په بنو کې، چې ځايي خلکو ته ترې ګیس لاینونه ورکړي. دویم ګېس ریفاینري او درېیم د ګېس لپاره سمدستي فنډ چې عملي کار پیل شي. ترڅو دغه غوښتنې پوره نه شي، ګېس پایپ لاین وړاندې غځولو ته نه پرېږدي"

بلخوا په بنو کې یو لوړپوړي حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د ګېسو په اړه یې له مشرانو سره څو وارې جرګې کړي. د چارواکي په خبره هلته به له تېرېدونکي ګېس څخه ځايي خلکو ته اول لاین ورکول کېږي، سروې یې هم پیل کړې، او د بکاخیلو په ځای کې به ورته د ګېسو اډه هم جوړوي.

خو احتجاج کونکي وايي چې تر هر څه مخکې دوی د ګېسو ورکولو عملي کار غواړي. د دې غوښتنې لپاره په بکاخیلو کې ځايي اوسېدونکو له تېرو څو میاشتو راهیسې احتجاج ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG