عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په میرامشا کې د پوځ یو افسر د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اپرېل پر اتمه يې په رزمک کې د پټو معلوماتو پر بنیاد د وسلوالو پرضد کاروايي کړې ده.
دا له هغه وروسته وه چې د اپرېل پر شپږمه ناڅرګنده وسله والو د ځایي قبایلي مشر ملک موېز خان پر کور ډزې او راکټي برید کړی وو چې پکې چا ته زیان نه وو رسېدلی.
ملک موېز خان د اپرېل پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې تر دې مخکې هم ورباندې بریدونه شوي دي ځکه چې دی په سیمه کې د سولې لپاره غږ پورته کوي.
ای اېس پي ار رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې عملیات د جنوبي وزیرستان په شین ورسک سیمه کې شوي دي. پوځ په بیان کې وژل شوي مشکوک وسلوال د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي یاد کړي دي.
دا مظاهره چې پکې عالمانو، سوداګرو، طالب علمانو او ځايي اولس برخه واخیسته، له هغې وروسته شوې چې پولیسو یو ځايي مولانا د لاوډسپیکر د استعمالولو په تور ونیولو. مظاهره کونکیو پر دې موقع وویل چې پولیس دې خلک د لاوډسپیکر او ممبر استعمالولو څخه نه منع کوي. د بنو پولیسو وویل چې داسې څه حکم نه دی شوی .
د پولیسو ویاند وايي، د لکي مروت د پولیسو ډېپټي سوپرېنټېنډنټ (ډي اېس پي) اقبال مومند له نورو سرتېرو سره د پېښې ځای ته روان وو چې ګاډی یې د سړک تر غاړې ښخ بمي برید ښکار شو.
دوی تور پورې کوي چې پر لاره د تګ راتګ لپاره د اجازت نامو په ترلاسه کولو کې ستونزې لري او چې کله پر غلام خان لاره اوړي رااوړي نو د دوی په وينا، ورڅخه رشوت اخیستل کېږي.
د سیمې لسګونه اوسېدونکو د مارچ پر ۱۹مه د مظاهرې پر مهال مشال راډیو ته وویل، پر هغه سړک په بېلابېلو ځایونو کې پلونه مات دي چې له کبله یې خلک په تګ راتګ کې له مشکلاتو سره مخامخ دي.
د بنو ضلعې انتظامي او امنیتي چارواکي وایي، د انټرنیټ د بحالۍ ستونزه به زر حل کړي
د سمال خېلو يوه قبايلي مشر ملک فتح الله د مارچ پر ۱۳مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې دوی ته خپل کلي ته د بېرته تګ اسناد ورکړي ول خو پینځه کاله وروسته هم نه دې ستانه کړل شوي.
امنیتي چارواکي وايي چې وژل شوی کس د مومندو او ټپي شوی دی جنوبي وزیرستان دی. د ده په وینا، دې کسانو هلته لوښي خرڅول.
پولیس وايي، تر اوسه د ډزو لامل معلوم نه دی خو په ګاډو کې ناستو وسلوالو د مارچ پر نهمه د بنو له سبزي منډیۍ سره نېږدې پر یو بل ډزې وکړې چې پکې مرګژوبله وشوه.
لاريون د مارچ پر پنځمه د شوي بريد په غبرګون کې شوی دي چې په اړه يې چارواکو ويلي ول چې په موټر سایکل کې د اېښوول شوي بم په چاودنه کې یو کس وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو او پولیسو یوشمېر حملې شوې دي چې لسګونه سرتېرو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ګډه پوله ګڼ شمېر داسې کورنۍ او قبیلې اوسي چې نزدې خپلوۍ سره لري. د دوي ترمنځ اړیکي د د دواړو هیوادونو د نورو سیمو د خلکو پرتله زیاتې وي او تګ راتګ یې هم زیات وي.
د سیمې یوه اوسېدونکي لیاقت وزیر مشال راډیو ته وویل، په بیا بیا یې د تعلیم محکمې چارواکو ته خپل غږ رسولی دی خو ډېری ښوونکي کار ته نه حاضرېږي چې ورسره د ماشومانو زده کړې اغېزمنېږي.
نور وښیئ