د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د اېپي فقیر ځایناستی وژل شوی دی


په تېرو کلونو کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي حملو پرضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په تېرو کلونو کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي حملو پرضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې په وسلوال برید کې د یو قومي مشر مشر او د اېپي فقیر ځایناستی حاجي شېر محمد او د هغه یو ملګری وژل شوي دي.

د ضلعي پولیسو مشر سلیم ریاض او د شمالي وزیرستان انتظامي مشر ریحان ګل خټک د جون پر شپږمه مشال راډيو ته وویل چې د نهې (سې شنبې) پر ورځ مخ پټو وسلوالو په میرلي کې د حاجي شېر محمد پر ګاډي ډزې وکړې او د پېښې له ځای وتښتېدل.

د دوی په خبره، په برید کې حاجي شېر محمد او د هغه یو ملګری رحیم الله ووژل شول. دوی وايي، په هدفي برید کې د اېپي فقیر د ځایناستي زوی او په ګاډي کې ناست یو بل کس ژوبل شوي دي.

تر اوسه د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

له دې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی. په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۶ هدفي حملې شوې وې چې پکې تر ۶۰ زیات مشران، مدني او سیاسي فعالان، ځوانان، دیني عالمان، امنیتي سرتېري، سرکاري چارواکي او د ښځو په ګډون نور ولسي وګړي وژل شوي ول.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د جون پر شپږمه پر ټوېټر په بیان کې د حاجي شېر محمد وژنه غندلې ده.

حاجي شېر محمد د نومیالي مبارز مېرزا علي خان چې د اېپي فقیر په نوم پېژندل کېده، ځایناستی او د هغه د وراره نیاز علي خان زوی وو.

نوموړی تر اوږدې مودې پورې د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ سیاستوال وو. حاجي شېر محمد په تېرو کلونو کې په شمالي وزیرستان کې د امنیت ټینګښت، د بشري حقونو سرغړونو پرضد او د سیمې د اوسېدونکو د حقونو ترلاسه کولو جرګو او غونډو ته دوام ورکړی وو.

د شمالي وزیرستان د اېپي فقیر د پښتنو حقونو لپاره اوږده مبارزه کړې وه او د ۱۹۴۷ز کال په جون کې په بنو کې د پښتنو د هغې جرګې مشر وو چې د "پښتونستان" په نوم یې د خپلواکه هېواد جوړولو اعلان کړی وو.

فقیر اېپي د پښتنو د حقونو لپاره وسلواله مبارزه هم کړې وه چې له کبله یې تر ۱۹۴۷ز کال مخکې د انګرېزانو د واکمنۍ او بیا د پاکستان حکومت په زندانونو کې بند هم تېر کړی وو.

په وروستیو کې د بنو، لکي مروت او شمالي او جنوبي وزیرستانونو په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې بریدونه زیات شوي دي چې پرضد په بېلابېلو سیمو کې پراخې مظاهرې، لاریونونه، جرګې او غونډې شوې دي.

په همدې حال کې انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، د وسلوالو ضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG