د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي په بنو کې یې دوه عسکر او دوه وسله وال وژل شوي‌


د ضرب عضب عملیاتو په مهال د شمالي وزیرستان په میرامشا کې پوځي سرتیري ګزمه کوي ـ پخوانی انځور
د ضرب عضب عملیاتو په مهال د شمالي وزیرستان په میرامشا کې پوځي سرتیري ګزمه کوي ـ پخوانی انځور

د پاکستان پوځ وايي د خیبر پښتونخوا د بنو په جانيخېلو کې یې له وسلوالو سره په نښته کې دوه پوځیان وژل شوي دي.

پوځ په یو بیان کې زیاته کړې چې د جون پر دریېمه په هغه پېښه کې دوه مشکوک وسلوال هم وژل شوي دي. خو وسله والو لا په دې اړه څه نه دې ویلي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې (ايي اېس پي ار) د جون پر دویمه هم په یو بیان کې ویلي وو چې دوه وسلوال د جون په لومړۍ نېټه په دوسلي سیمه کې له امنيتي سرتېرو سره په نښته کې وژل شوي دي.

په بيان کې راغلي وو چې وژل شوي کسان د تحريک طالبان پاکستان وسلوال دي او پر امنيتي سرتيرو په بريدونو کې ککړ وو خو تحریک طالبان پاکستان لا په دې اړه څه نه دې ویلي.

تر دې وړاندې د مې پر ۳۱مه هم پوځ په دوسلي کې د دوو وسلوالو د وژلو ادعا کړې وه. بلخوا هم پر دغه ورځ د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي وو چې د شمالي وزيرستان په سپينوام کې وسلوالو د پوليو ضد واکسین ورکوونکې ډلې پر امنیت ساتنې ولاړ یو سرتيری وژلی.

د پاکستان امنیتي چارواکي وخت په وخت په خیبر پښتونخوا او د هېواد په نورو برخو کې د مشکوکو وسلوالو د نیولو او وژلو دعوې کوي چې مشال راډيو یې په خپلواکه توګه پخلی نشي کولای.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون میاشتې له ۱۵مې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.

تر هغې وروسته پوځ ویلي ول چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې خو له یوې مودې راهیسې د شمالي وزیرستان ترڅنګ د پاکستان په بېلابېلو برخو کې بریدونه کېږي.

په ځانګړي ډول، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې ناامني زیاته شوې چې پرضد یې ولسي خلکو پراخې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.

د پاکستان حکومت وایي د بلوچستان په ګډون له ټول هېواده به "ترهګري په بشپړه توګه" ختموي.

وزیراعظم شهباز شریف د مې پر ۲۲مه په کوټه غونډې ته وویل د پخوا پرتله په بلوچستان او په ټول پاکستان کې امنیت ښه شوی دی خو زیاته یې کړه چې امنیتي سرتېرو هلته د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG