د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د نجونو ښوونځیو ړنګولو ضد مظاهره شوې ده


د ملي جمهوري غورځنګ غړو او پلویانو د مې پر ۲۵مه په لاریون کې له حکومته د ښوونځیو د حفاظت غوښتنه وکړه.
د ملي جمهوري غورځنګ غړو او پلویانو د مې پر ۲۵مه په لاریون کې له حکومته د ښوونځیو د حفاظت غوښتنه وکړه.

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) غړو او پلویانو د شمالي وزیرستان په میرلي کې په بمونو د نجونو د ښوونځیو الوځولو پېښو پرضد لاریون کړی دی او له حکومته یې غوښتي دي چې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

د مې ۲۵مې احتجاجي لاریون تر هغې وروسته شوی دی چې د مې پر ۲۱مه شپې مهال وسلوالو د میرلي په موسکي او حسوخېلو کې د نجونو د دوو ښوونځیو ودانۍ په بارودو والوځولې.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چاودنې چا کړې دي او هېڅ یوې وسلوالې ډلې یې ذمه واري نه ده منلې.

د تعلیم ادارې چارواکي وايي، د مینځنیو زده کړو په هغو ښوونځیو کې تر ۵۰۰ زیاتې شاګردانې داخلې دي.

مظاهرچیانو په لاسونو کې بینرونه اخیستي ول او د تعلیم په حق کې یې شعارونه ورکول.

د ملي جمهوري غورځنګ د اطلاعاتي چارو صوبايي سېکرټر جمال داوړ تر لاریون وروسته مشال راډیو ته وویل، له حکومته غواړي چې نه یوازې دې هلته د ښوونځیو ساتنه وکړي بلکې نور سکولونه دې هم جوړ کړي. "پوهه رڼا ده او له ریاسته غوښتنه کوو چې د [نوي] کهول مستقبل چې له زده کړو سره تړلی دی، دې خوندي شي. دلته شته ادارې دې نه ړنګېږي، بلکې نورې دې زیاتې شي."

په شمالي وزیرستان کې د اېن ډي اېم مشر اسد داوړ مشال راډیو ته وویل، د مظاهرې له لارې یې د ښوونځیو ودانیو د ړنګولو د تحقیقاتو غوښتنه وکړه. "د نجونو سکولونه چې ړنګېږي نو دا پر تعلیم حمله ده. دلته [ځینې] قوتونه غواړي چې تیاره وي، خلک پوهه ترلاسه نه کړي."

مظاهرچیانو له ضلعي انتظامیې څخه په شمالي وزیرستان کې د امنیت ټینګښت غوښتنه وکړه.

د شمالي وزیرستان انتظامیې د لاریونوالو د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو د ضلعې د پولیسو مشر سلیم ریاض د مې پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي او د نامعلومه وسلوالو پرضد یې مقدمه دایره کړې ده.

داراز، په سیمه کې یو پوځي افسر له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې د مشکوکو وسلوالو لټون یې پیل کړی دی. هغه چارواکي د مې پر ۲۴مه په خبرو کې زیاته کړه چې د ښوونځیو ودانیو په ړنګولو کې د ککړو کسانو پرضد سخت اقدامات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې د هغې صوبې ولسي وګړو، سیاستوالانو او فعالانو پراخې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.

په همدې حال کې پولیسو او امنیتي ځواکونو هم د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG