د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید د سرتېرو په ګډون ۴ تنه وژلي دي


شمالي وزیرستان کې له یوې مودې راهیسې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي - پخوانی انځور.
شمالي وزیرستان کې له یوې مودې راهیسې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي، په دته خېلو کې په ځانمرګي برید کې د درو سرتېرو په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

د سیمې انتظامي مشر ریحان ګل خټک او د پولیسو مشر سلیم ریاض مشال راډیو ته وویل چې ځانمرګي بریدګر د مې پر ۲۴مه په دته خېلو کې پر یوه امنیتي پوسته د تالاشۍ پر مهال چاودنه وکړه چې پکې پکې د ټرافیک پولیسو یو کارکوونکي په ګډون درې سرتېري او یو ولسي وګړی ووژل شول.

دوی زیاتوي چې په پېښه کې یو امنیتي سرتېری او یو پولیس ژوبل شوي دي چې د درملنې لپاره یې د میرامشا روغتون ته لېږدولي دي.

تر اوسه د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۲۱مه شپې مهال وسلوالو په میرلي کې د نجونو دوه ښوونځي په بارودو والوځول.

تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د مې پر ۱۵مه په میرلي کې په ځانمرګي برید کې پینځه پوځیان او درې ولسي وګړي ژوبل شوي ول. د هغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۱۱مه له کجوري امنیتي پوستې سره نېږدې د ماړي پېټرولیم شرکت د کاروان د امنیت لپاره ورسره پر روانو سرتېرو ځانمرګی برید شوی وو چې درې کسان پکې وژل شوي او ۲۲ ژوبل شوي ول. په ژوبلو کې ۱۵ کسان د ماړي پیټرولیم کمپنۍ کارکوونکي او اووه نور د اېف سي ځواک سرتېري دي. د هغه برید ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې نهه ځانمرګي بريدونه شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهيسې وسلوالو د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې بريدونه زيات کړي دي.

بل خوا ځايي ولس، سیاسي ګوندونو او جرګو د ناامنۍ پرضد په وار وار احتجاجونه کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې هلته امن پر ځای کړي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، روان کال د وسلوالو پر ضد ۸،۲۶۹ واړه او لوی عمليات شوي چې "۱،۳۷۸ مشکوک ترهګر پکې ونيول شول او ۱۵۷ ووژل شول".

چودري ویلي ول چې د عملیاتو پر مهال له وسلوالو سره په نښتو او د هغوی په بريدونو کې ۱۳۷ پوځيان ووژل شول او ۱۱۷ ژوبل شول.

هغه زیاته کړې وه، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG