د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ۲ کسان وژل شوي دي


په شمالي‌وزیرستان کې يو پاکستانی سرتیری پېره کوي - انځور له ارشیفه
په شمالي‌وزیرستان کې يو پاکستانی سرتیری پېره کوي - انځور له ارشیفه

په شمالي‌وزیرستان کې چارواکي وايي چې د اپريل پر ۲۹مه، وسله والو ۲ کسان تر تښتولو وروسته وژلي دي.

د شمالي وزیرستان يو پولیس چارواکي، عمر خان د اپريل پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې دا پېښه په موسکي سيمه کې شوې ده. د هغه په وينا وسله والو ۲ کسان په ګاډي کې وړي وو او کله چې ترې هغوی د تښتیدلو هڅه وکړه، وسله والو پرې ‌ډزې وکړي.

د عمر خان په خبره وسله والو دغه کسان له بل ځایه تښتولي وو او تر اوسه معلومه نه ده چې تښتول شوي سړي څوک او د کوم ځای دي؟ د پولیسو په خبره د پېښې په ځای کې په ډزو ۲ ځايي‌مشران زخميان شوي‌ دي.

د پولیسو په وينا تر اوسه د وسله والو په اړه دا معلومات نشته چې د کومې ډلې سره تعلق لري. تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم په دې اړه څه نه دي‌ويلي.

د اپريل پر ۲۸مه، هم د شمالي وزیرستان په سپین وام کې وسلوالو یو تن په هدفي بريد کې وژلی وو. د پولیسو او د ځايي خلکو په وینا مخ پټي وسلوال د هغه تن تر وژلو وروسته وتښتیدل. پولیس زیاتوي لا هم په دې اړه پلټنې رونې دي چې وسله وال د کومې ډلې سره تعلق لري او ولې یې دغه سړی وژلی دی؟ د وژل شوي کس د پيژندګلوي‌په اړه هم څه نه دي‌ويل شوي.

تر دې وړاندې د اپرېل پر ۲۷مه په میرامشا کې وسلوالو د نظام الله په نامه يو تن، تښتولی او بیا وژلی وو. تر هغې مخکې د اپرېل پر ۲۵مه د میرلي په حسوخېلو کې وسلوالو د انور اسلام په نامه تن په خپل کور کې وژلی وو. پولیس وايي، د نامعلومو وسله والو ضد یې مقدمه لیکلې ده. د بریدونو زمه واري چا نه ده منلې.

د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبرپښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې په ورستیو کې ناامني زیاته شوې ده. د اپرېل پر ۱۴مه هم په سپین وام کې يو ځايي سياسي فعال ملک عادل وزیر په ورته بريد کې وژل شوی وو. د مشال راډیو د معلوماتو پر اساس، وروستۍ پېښه په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې د هدفي وژنو ۱۵مه پېښه ده.

په ۲۰۲۲ز کال کې دغلته ټول ۴۷ هدفي بریدونه شوي ول، چې تر ۶۰ زیات مشران، ځوانان، سیاستوالان، ښځینه، دیني عالمان او هم امنیتي سرتیري په کې وژل شوي ول. دا په داسې حال کې ده چې پوځ او حکومت ادعا کوي چې په سیمه کې د امنیت ټینګولو لپاره کوټلي اقدامات کوي او په ځینو سیمو کې یې عملیات هم ترسره کړې دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون میاشتې له ۱۵مې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو میلیون زیات خلک بېکوره شوي ول.

د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کړې وه چې په هغو عملیاتو کې یې د وسلوالو ملا ماته کړې وه خو پر هغه سربېره وسلوالو په یاده سیمه کې بریدونو ته نه یوازې دوام ورکړی بلکې د ځايي ولس په وينا په دا وروستیو کې هلته بريدونه لا زیات شوي دي.

د پاکستاني پوځ ویاند میجر جنرل احمد شریف چودري د اپریل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل په روان (۲۰۲۳ز) کال کی په پاکستان کې د ترهګرۍ ۴۳۶ پېښې شوې چې ۲۹۳ کسان پکې وژل شوي او ۵۲۱ ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وينا، روان کال د ترهګرو پر ضد ۸،۲۶۹ واړه او لوی عمليات شوي چې ۱،۳۷۸ مشکوک ترهګر پکې نيول شوي او ۱۵۷ وژل شوي دي. نوموړي زياته کړه، پر دې مهال له وسلوالو سره په نښتو او د هغوی په بريدونو کې ۱۳۷ پوځيان وژل شوي او ۱۱۷ ژوبل دي. د چودري په وينا، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

تر دې وړاندې، د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډه پور د مارچ پر اوومه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د امنیتي حالاتو په اړه خبري غونډې ته وویل، تر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ز کال وروسته په ۲۰۲۲ز کال کې هلته د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې وشوې.

XS
SM
MD
LG