د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو ګرفتارۍ ضد پرلت جاري ساتلی


د پښتون ژغورنی غورځنګ غړي د جون پر درېیمه په میرلي کې په احتجاجي خیمه کې ناست دي.
د پښتون ژغورنی غورځنګ غړي د جون پر درېیمه په میرلي کې په احتجاجي خیمه کې ناست دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیرستان په میرلي کې د خپلو غړو نیول کېدو پرضد پرلت ته دوام ورکړی دی.

په بنو کې د غورځنګ یو مخکښ فعال ګران وزیر د جون پر درېیمه مشال راډيو ته وویل، انتظامیې ته یې ویلی ول چې نیول شوي ملګري دې یې تر نن ورځې پورې خوشې او یا عدالت ته وړاندې کړي خو هغه مذاکرات ناکام شول او هغوی په احتجاج لاس پورې کړ.

د هغه په خبره، د مې پر ۳۰مه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عیدرحمان وزیر او دوه نور غړي زکیم وزیر او جلال خان، وزیرستان ته د تګ پر مهال پر سیدګۍ امنیتي پوسته نیول شوي دي.

غورځنګ وايي چې که پر هغو کسانو کوم تور وي نو ورباندې دې مقدمه دایره شي او ځواکونه دې یې پولیسو ته وسپاري.

په میرامشا کې یو پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، له نیول شویو څلورو کسانو څخه یو یې چې شاکرخان نومېده او د پختورګو ناروغه وو، وار له مخې خوشې شوی او د نوموړي په وینا درې نورو کسانو له قانونه سرغړونه کړې او له پلټنو وروسته به خوشې کېږي.

امنیتي سرتېرو تر دې مخکې د مې پر ۱۹مه هم عید رحمان وزیر نیولی وو چې تر څو ساعتونو پورې له ځان سره تر ساتلو وروسته یې بیرته خوشې کړی وو.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه درې فعالان ولې نیول شوي دي خو عید رحمان وزیر او د غورځنګ د یوه مخکښ مشر علي وزیر په ګډون یوشمېر فعالان چې د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د خړ کمر په پېښه کې د وژل شویو په یاد غونډې ته روان ول نو په میرامشا کې یې له امنیتي سرتېرو سره لفظي شخړه شوې وه.

د هغې پېښې یوه ویډیو هم پر ټولنیزو شبکو خپره شوې وه چې پکې عید رحمان وزیر ښکاري چې له یوه سرتېري سره تود بحث کوي.

د غورځنګ په وینا، امنیتي سرتېرو د مې پر ۲۵مه د پي ټي اېم غړو مخه نیولې وه او ورته یې دته خېلو ته د تګ اجازه نه ورکوله چې په غبرګون کې یې هلته فعالانو احتجاج وکړ.

د شمالي وزیرستان ملکي او امنیتي چارواکو د هغې پېښې په اړه هم څه نه دي ویلي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸ز کال کې له جوړېدو راهیسې د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د مدني او بشري حقونو لپاره احتجاجونه، جلسې، لاریونونه او غونډې کوي او وايي، ټولې هلې ځلې یې د پاکستان له ایین او قانون سره سمې دي.

په تېرو وختونو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او پلویان نیول شوي چې وروسته په ضمانت خوشې شوي دي. داراز، د غورځنګ یو مخکښ حنیف پښتین له تېرو نېږدې څلورو کلونو راهیسې د بنو په جېل کې دی.

پي ټي اېم وايي، پر ګرفتاریو سربېره د پښتنو د مدني او بشري حقونو لپاره سوله ییزې او قانوني مبارزې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG