د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د خړ کمر پېښې د ښکار شویو په یاد غونډه کړې ده


د غورځنګ مشر منظور پښتین د مې پر ۲۶مه د خړ کمر پېښې یادغونډې ته د وینا پر مهال.
د غورځنګ مشر منظور پښتین د مې پر ۲۶مه د خړ کمر پېښې یادغونډې ته د وینا پر مهال.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د شمالي وزیرستان د خړ کمر د پېښې څلورم تلین په مناسبت غونډه کړې ده او ویلي یې دي چې د پښتنو د حقونو لپاره د سوله ییزې مبارزې قربانیان نه هېروي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین، بل مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر او یوشمېر نور مخکښه فعالان د مې پر ۲۶مه د دته خېلو خړ کمر ته ورغلل او هلته یې د وژل شویو کسانو لپاره دوعا وکړه.

د ۲۰۱۹ز کال د مې پر ۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د خړ کمر له امنیتي پوستې سره د ډزو په پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي او له ۲۰ زیات ژوبل شوي ول.

​د پاکستان پوځ پر هم هغه ورځ په یوه بیان کې تور پورې کړ چې د محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ یوې ډلې پر پوستې برید وکړ او پېنځه سرتېري یې ژوبل کړل چې د پوځیانو په ځوابي ډزو کې درې کسان ووژل او ۱۰ ژوبل شول.

خو عیني شاهدانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پوځ تورونه رد کړي ول او ویلي یې ول چې پر خړ کمر پوستې پوځي سرتېرو د ډوګه مچه مده خېلو ناستې ته ورتلونکې قافله ودروله او وروسته یې ورباندې ډزې وکړې.

پښتین هغه مهال ویلي ول چې د غورځنګ له غړو، مشرانو، پلویانو او د وزیرستان له مظاهرچیانو او اوسېدونکو سره وسلې نه وې.

تر هغې پېښې یوه ورځ وروسته د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په یوه جلا بیان کې وویل چې د خړ کمر پېښې له ځای سره یې پېنځه نور مړي موندلي چې په مرمیو لګېدلي ول.

غورځنګ او د پښتنو ملتپاله ګوندونو د هغې پېښې په غبرګون کې پراخې مظاهرې کړې وې.

حکومت د شهدا پيکېج تر نامه لاندې د هر وژل شوي تن کورنۍ ته ۲۵، ۲۵ لکه روپۍ او هر زخمي ته یې ۱۰ لکه روپۍ ورکړې وې.

منظور پښتین د ۲۰۲۳ز کال د مې پر ۲۶مه د خړ کمر پېښې تلینغونډې ته په وینا کې خپلې دعوې تکرار کړې او و یې ویل چې په ۲۰۱۹ز کال کې د امنیتي سرتېرو په ډزو کې سوله ییزو مظاهرچیانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

ده وویل، د پېښې د ښکار شویو کورنیو ته د انصاف ورکولو هڅو ته دوام ورکوي. "دلته ځوانان د خپل حق لپاره جمع ول. د دوی (سرتېرو) ظلم یې دنیا ته ښکاره کاوه، دوی په لاسونو کې د خپلو مېلمنو [هرکلي] ته ګلدستې نیولې وې، دوی تش لاس ول خو امنیتي سرتېرو ورباندې ګولۍ وورولې او بیا چې څوک پاتې شول هغوی یې ګرفتار کړل. نو خپل دغه شهیدان نه شو هېرولای. د دوی په یاد کې به غونډې کوو او ورته به انصاف غواړو."

پښتین زیاته کړه چې پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره خپلو اییني او قانوني هڅو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG