د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پوځ وايي د مشکوکو وسلوالو شپږ کورونه يې ړنګ کړي دي


امنیتي چارواکي وایي، وسلوالو سره مرسته کونکو کورونه یې ړنک کړي خو پښتون ژغورنې غورځنګ وایي کورونه د عادي خلکو ول ـ پخوانی انځور
امنیتي چارواکي وایي، وسلوالو سره مرسته کونکو کورونه یې ړنک کړي خو پښتون ژغورنې غورځنګ وایي کورونه د عادي خلکو ول ـ پخوانی انځور

امنیتي چارواکي وایي د شمالي وزیرستان میرامشا په تبي ټول خېلو کې یې شپږ کورونه ړنک کړي، لس کسان یې نیولي او د کورنیو پاتې وګړي یې له وزیرستانه شړلي دي.

په میرامشا کې د پوځ یو افسر چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله او نه یې غوښتل چې نوم یې واخیستل شي، د مې پر ۱۲مه یې مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د هغو کورونو شپږ کسان د مې د څلورمې نېټې په پېښه کې ککړ ول او څلور نور یې مرسته کونکي ول.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې د شمالي وزيرستان په ګړيوم سيمه کې د وسلوالو سره په هغې نښته کې د شپږو پوځیانو او دوه وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه.

بل طرف ته د پښتون ژغورنی غورځنک مشران تور پورې کوي چې امنیتي ځواکونو د عادي خلکو کورونه نړولي او هغوی یې له وزیرستانه شړلي دي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د مې پر ۱۲مه پر ټویټر لیکلي چې داسې ښکاري چې په لاهور کې د کور کمانډر د سوځیدلي کور بدله په شمالي وزیرستان کې د کورونو په سوزولو اخیستل کیږي.

د مې پر نهمه د عمران خان پلويان د خپل مشر تر نیونې وروسته په لاهور کې د پاکستاني پوځ کور کمانډر کور ته ننوتلي‌ ول، هلته یې شيان مات کړي او اور یې لګولی وو.

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ کوارډینېټر عیدرحمان وزیر د ړنګو کورونو کتو ته ورغلی وو. هغه د مې پر ۱۲مه مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې اغېزمن شوي خلک وسلوال نه دي. نوموړي زیاته کړه چې هغوی تل غوښتنه کړې چې په عملیاتو کې دې عادي خلک نه ځورول کیږي

وزیر وویل ''هر ځل مو چې له حکومتي او پوځي چارواکو سره ناسته کړې نو هم دغه غوښتنه مو تکرار کړې، خو دوی [امنیتي مشران] پر دې [غوښتنه] هېڅ عمل نه کوي''

په تبي ټول خېلو کې یې د عامو خلکو کورونه ړنک کړي دي او بې ګنا کسان یې نیولي او کورینۍ یې ورله شړلي دي
عید رحمان وزیر

عیدرحمان وزیر وویل، خلک له جنګه ستړي دي او امن غواړي.

مشال راډیو د اغېزمنو شویو او شړل شویو کورینو له غړو سره د اړیکې هڅه وکړه خو بریالۍ نه شوه.

امنیتي چارواکي وایي، په سیمه کې د وسلوالو ضد ځانګړي عملیات دوام لري او په دې کې د عادي خلکو د ژغورنې خیال ساتل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهيسې وسلوالو د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې بريدونه زيات کړي دي.

بل خوا ځايي ولس، سیاسي ګوندونو او جرګو د ناامنۍ پرضد په وار وار احتجاجونه کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې هلته دې امن پر ځای کړي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG