د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د حنیف پښتین د مقدمې اورېدنه د مې تر ۱۳مې وځنډوله


حنیف پښتین (ښي لاس ته ) له تېرو څه کم څلورو کلونو راهیسې په زندان کې دی ـ انځور له ارشيفه
حنیف پښتین (ښي لاس ته ) له تېرو څه کم څلورو کلونو راهیسې په زندان کې دی ـ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا د بنو عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مخکښ حنیف پښتین د مقدمې اورېدنه د مې تر ۱۳مې ځنډولې ده.

د حنیف پښتین وکیل پیر عرفان خان مشال ریډیو ته وویل چې د مې پر شپږمه د حنیف پښتین د ضمانت لپاره بنو عدالت کې اورېدنه وه، په کېس کې ښه پرمختګ شوی دی او هغه خوشبین دی چې د پښتین ضمانت ته به زر لار هواره شي. نوموړي وویل: ''دغه کیس کلونه وځنډیدو ځکه چې حکومت له خوا د پېښې ګواهان نه راځي، چې کیس دروغجن وي نو بیا ګواهان هم نه وړاندې کیږي او په یوه بله نېټه کیس ځنډول کیږي.''

خان زیاته کړه چې د مې شپږمې په اورېدنه کې ښه پرمختګ دا وو چې له مخالف لوري یو ګواه عدالت ته وړاندې شو، نور پاتې دي خو تمه لري چې هغوی به هم په راتلونکې اورېدنه کې عدالت ته وړاندې شي او د کیس فېصله به وشي.

حنیف پښتین له تېرو څه کم څلورو کلونو راهیسې د بنو په زندان کې دی. د هغه د کیس وخت په وخت اورېدنې شوي خو د ضمانت یا خوشې کولو په اړه یې لا هم پریکړه نه ده شوې.

حنيف پښتين په بنو کې عدالت ته ته دخپلې مقدمې د اورېدنې لپاره روان ده ــ انځورله ارشيفه
حنيف پښتين په بنو کې عدالت ته ته دخپلې مقدمې د اورېدنې لپاره روان ده ــ انځورله ارشيفه

د حنیف پښتین ملګري او د ملي جمهوري غورځنګ صوبایي جنرل سیکرتر ندیم عسکر له نوموړي سره په زندان کې لیده کاته کړي. عسکر مشال راډیو ته وویل، د حکومت لخوا د هیلو بهانو له وجې د پښتین د قضیې اوریدنه له یوې نېټې نه بلې ته ځنډول کیږي.

عسکر زیاته کړه چې پښتین سیاسي بندي دی او د هغه پر وینا په بې بنیاده مقدمه کې ځورولو کیږي. هغه د پښتین د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

پر حنیف پښتین په جوړه مقدمه کې پولیسو تور پورې کړی وو چې نوموړي په ډزو د استخباراتي ادارې یو غړی وژلی وو او دوه پولیسان یې ټپي کړي وو.

پولیسو د پښتین ګرفتارۍ پرمهال په یوه خبري غونډه کې هم دغه تور پورې کړې وو.

لومړی پر هغه په درج شوې مقدمه کې د ترهګرۍ دفعې هم لګول شوې وې خو وروسته د پېښور های کورټ هغه ليرې کړې وې. پښتون ژغورنې غورځنګ وخت په وخت د حنیف پښتین او نورو ګرفتار شوو ملګرو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړي دي. حنیف پښتین د ۲۰۱۹م کال د جولای پر څلورمه د خیبر پښتونخوا په بنو کې له خپله کوره نیول شوی وو.

بلخوا پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي او وايي چې حنیف پښتین په بې بنیاده مقدمه کې نیول شوی او په زندان کې ساتل شوی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو نورو غړو تر څنګ وخت په وخت د حنیف پښتین د خلاصون لپاره هم احتجاجونه او لاریونونه کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG