د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ۲ سکولونه په بمونو الوځول شوي دي


د شمالي وزيرستان په ميرلي کې له دوو الوزول شويو سکولونو يو سکول
د شمالي وزيرستان په ميرلي کې له دوو الوزول شويو سکولونو يو سکول

چارواکي وايي په شمالي وزیرستان کې د نجونو دوه سکولونه په بارودو له منځه وړل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د پوليسو مشر سليم ریاض د مې پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې دا منځني ښوونځي د ميرعلي په حسوخېل او مسکي کې وو چې د مې پر ۲۱مه ناڅرګنده وسلوالو په بارودو الوځولي دي.

د تعليم څانګې چارواکيو مشال راډيو ته وويل چې چې دا مهال په دواړو سکولونو کې شاوخوا ۵۰۰ زدکوونکيو زده کړې کولې. خو د سليم ریاض په خبره دا پېښه د شپې په وخت شوې نو ځکه پکې چاته ځاني‌زیان نه دی رسېدلی. تراوسه پورې هيچا د پېښې ذمه واري نه ده منلې.

د میرعلي موسکي یو څو اوسیدونکو چې د ویرې له وجې یې نه غوښتل، نومونه یې خپاره شي،‌مشال راډيو ته ويلي چې څه موده وړاندې وسله والو د موسکي نجونو ښوونځي ته ګواښونه کړي وو. د دوی په خبره له همدې وجې دا سکول تر يوې مودې پورې تړل شوی وو چې څو مياشتې مخکې پرانیستل شو.

په شمالي وزیرستان کې څو کاله وروسته، په لومړي ځل د نجونو ښوونځي په نښه شوي دي. تر دې وړاندې چې کله د شمالي وزیرستان په ګډون په سوات او قبايلي سيمو کې وسلوال طالبان موجود ول نو هغه مهال په سلګونو سکولونه تباه شوي ول چې د زیاترو ذمه واري طالبانو منلې وه.

د میرعلي اوسیدونکي او دغلته د پاکستان پیپلز ګوند د اطلاعاتو سیکريټري شفقت داوړ مشال راډیو ته وویل چې په میرعلي کې د انجونو دغه يوازيني دوه ډير فعاله ښوونځي وو. هغه زیاته کړه چې حکومت بايد پلټنې وکړي چې دا کار چا او ولې کړی دی. "په وزیرستان کې له تیرو څو کلونو وروسته یو ځل بیا ناامني ډيره زیاته شوې ده. له ډيرو کلوو بعد دا لومړی ځل دی چې د جينکيوو سکولونه په بارودو الوزول کيږي. د ترهګرۍ دا څپه زمونږ پر انجونو د تعلیم دروازې بندوي."

نوموړي وویل چې له حکومته یې غوښتنه ده چې خلکو ته امنيت برابر کړي. د هغه په وينا د وسله والو فعاليتونه زیاتېدل د ډېرې اندېښنې وړ دي.

د شمالي وزیرستان تعلیم څانګې لخوا مشال راډيو سره د شريکو کړيو معلوماتو ترمخه، دغلته د هلکانو او نجونو ټولې ۱۱۰۰ تعليمي ادارې فعالې دي. په دې ښوونځيوو او کالجونو کې په زرګونو زده کوونکي تعليم کوي.

په دې وروستيو کې په شمالي‌وزیرستان او نورو قبايلي سيمو کې د وسله والو فعاليتونه زیاته شوي دي. ځايي‌خلکو، سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د ناامنيو پر ضد په بېلابېلو وختونو کې احتجاجونه کړي دي. د پاکستان پوځ ويلي چې د وسله والو د بریدونو مخنيوي لپاره هدفي عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG