د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشا د ړنګ بازار دوکانداران وايي له کلونو راهیسې د معاوضو په انتظار دي


 پاکستاني پوځيان د ميرامشا په وران کړي بازار کې ولاړ دي. د ۲۰۱۴ کال د جولای د میاشتې انځور.
پاکستاني پوځيان د ميرامشا په وران کړي بازار کې ولاړ دي. د ۲۰۱۴ کال د جولای د میاشتې انځور.

د شمالي وزیرستان د میرامشا بازار دوکاندارانو او مالکانو یو ځل بیا له حکومته غوښتي دي چې د ناامنۍ او عملیاتو پر مهال دې د شویو تاوانونو معاوضې ورکړي.

دوی د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې پر شاوخوا یوې لسیزې تېرېدو سربېره ورته چارواکو لا پیسې نه دي ورکړې. د هغې سیمې کاروباریانو په تېرو کلونو کې د معاوضو ترلاسه کولو لپاره یوشمېر احتجاجونه، جرګې او غونډې کړې دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون میاشتې له ۱۵مې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.

د عملیاتو پر مهال د میرامشا، میرلي او دته خېلو درې لوی بازارونه ړنګ شوي ول. په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې د خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو نو د شاوخوا دوو کلونو په موده کې انتظامیې او پوځ د میرامشا او میرلي د بازارونو څه برخې بیا ورغولې. د دې تر څنګ ځايي وګړو هم په خپل لګښت نوي مارکېټونه جوړ کړل خو د دته خېلو بازار لا هم نه دی رغېدلی.

حکومت تر عملیاتو وروسته ژمنه کړې وه چې د بیارغونې او پرمختیايي چارو تر څنګ به اغېزمنو خلکو ته د دوکانونو او کورونو معاوضې ورکوي. خو د سیمې کاروباریان او چارواکي وايي، د میرلي ټولو دوکاندارانو معاوضې ترلاسه کړې دي خو د میرامشا نیمايي او د دته خېلو ټول دوکانداران او د ځمکې مالکان لا پاتې دي.

د میرامشا د بازار د دوکاندارانو کمېټۍ مرستیال مشر امشاد الله د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې کلونه وشول چې له یو دفتره بل ته ځي، خو د تاوان پیسې یې ترلاسه نه کړې.

دی وايي، د انتظامیې له ارقامو سره سم، د عملیاتو پر مهال په شمالي وزیرستان کې "ټول ۶،۹۶۹ دوکانونه" ړنګ شوي ول خو ګڼ کسان لا هم د معاوضې په انتظار دي. "غوښتنه مو نه منل کېږي. دوکانداران پرېشانه دي. کاروبار مو په ټپه ولاړ دی. که ژر معاوضې وویشي نو کاروبارونه به پیل کړو."

دوکانداران وايي، حکومت یوشمېر کسانو ته تاوانونه ورکړي دي، خو ډېری لا هم د پیسو په انتظار دي او دا چې له دوو کلونو راهیسې د معاوضې چېکونه بند دي. د میرامشا بازار دوکاندارانو د خپلو معاوضو ترلاسه کولو لپاره د پېښور های کورټ ته درخواست ورکړی وو او په وینا یې، عدالت یې په حق کې فیصله کړې وه.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر ریحان ګل خټک د دوکاندارانو او د ځمکې د مالکانو شکایت پر ځای بولي. هغه د مې پر ۲۸مه مشال راډيو ته وویل چې په تېرو کلونو کې حکومت ۲،۹۵۰ دوکاندارانو ته د هغوی تاوانونه ورکړي ول خو د پاتې کسانو پیسې لا نه دي ورغلي. د خټک په خبره، د ټولو کسانو د تاوانونو تفصیل یې اړوندو ادارو ته استولی دی او چې څنګه هغوی پیسې ورکړي، د معاوضو وېش به پیل کړي.

XS
SM
MD
LG