د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې وسلوالو د څارويو ډاکتر وژلی دی


 پوځ او حکومت ادعا کوي چې په شمالي وزيرستان کې د امنیت ټینګولو لپاره کوټلي اقدامات کوي ــ پخوانی انځور.
پوځ او حکومت ادعا کوي چې په شمالي وزيرستان کې د امنیت ټینګولو لپاره کوټلي اقدامات کوي ــ پخوانی انځور.

پولیس وايي، د شمالي وزيرستان په ميرلي کې "ناڅرګنده" وسلوالو د څارويو يو ډاکتر وژلی دی.

د میرلي تاڼې يو چارواکي چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، تر پېښې وروسته یې د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ډاکټر رحمت ایاز د مې پر درېیمه په ميرلي بازار کې په يوه دوکان کې ناست وو چې پر موټرسايکل سپرو مخ پټو وسلوالو وویشت.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر ډاکتر ایاز برید چا کړی او چا یې ذمه واري هم نه ده منلې، خو پولیس وايي، پلټنې یې پیل کړې دي.

د مشال راډیو د غونډو کړیو معلوماتو پر اساس، له تازه پېښې سره په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۳ز کال کې د وسلوالو په بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.

په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزيرستان ټول ۴۷ هدفي بریدونه شوي ول، چې تر ۶۰ زیات مشران، ځوانان، سیاستوالان، ښځې، دیني عالمان او امنیتي سرتېري په کې وژل شوي ول. د زياتره هدفي بريدونو ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې پوځ او حکومت ادعا کوي چې په سیمه کې د امنیت ټینګولو لپاره کوټلي اقدامات کوي او په ځینو سیمو کې یې عملیات هم ترسره کړې دي.

د پوځ عمليات

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون میاشتې له ۱۵مې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول.

د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کړې وه چې په هغو عملیاتو کې یې د "وسلوالو ملا ماته کړې" وه خو پر هغې سربېره، وسلوالو نه یوازې په هغه سیمه کې بریدونو ته دوام ورکړی بلکې د ځايي ولس په وينا په وروستیو کې هلته حملې لا زیاتې شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په مینځګړتوب د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو میاشتو کې د ټي ټي پي او اسلام اباد د سولې د خبرو په نتیجه کې د دواړو خواوو ترمینځ اوربندونه وشول چې وروستی هغه یې د ۲۰۲۲ز کال تر نومبره پرځای وو خو پر هغې سربېره، په پاکستان کې حملې روانې وې.

د اپرېل پر نهمه د پاکستان وفاقي حکومت د هغه هېواد د ملي امنيت کمېټۍ تر غونډې دوه ورځې وروسته د وسلوالو ډلو پرضد د کوټلو عملیاتو کولو منظوري ورکړه.

ولسي احتجاجونه

پښتون ژغورنې غورځنګ، ځايي ولس، سیاسي ګوندونو او جرګو د ناامنۍ پرضد په وار وار احتجاجونه کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې هلته امن پر ځای کړي.

په ورستیو کې د خیبر پښتونخوا د شمالي او جنوبي وزيرستانونو، باجوړ، خیبر، سوات، بنو او یوشمېر نورو برخو اوسېدونکو ویلي چې په سیمو کې يې وسلوال بیا فعال شوي او د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزيرستان، ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزيرستان او سوات او په خیبر کې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۶ز کاله یوشمېر ځلې د وسلوالو پرضد عمليات شوي دي. له دې پرته په باجوړ ، مومندو او د خیبر پښتونخوا په نورو يوشمېر سيمو کې هم پوځي عمليات شوي دي.

د دې عملياتو په نتيجه کې مېلیونونه وګړي بې کوره شوي او حکومتي شمېرې ښيې چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په ترهګرۍ ضد جنګ کې څه باندې ۷۰،۰۰۰ پاکستانيان وژل شوي دي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د امنيتي ادارو دريځ

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو شاوخوا څلورو میاشتو کې په هېواد کې "د ترهګرۍ ۴۳۶ پېښې شوې چې ۲۹۳ کسان پکې ووژل شول او ۵۲۱ ژوبل" شول.

د نوموړي په وينا، روان کال د وسلوالو پر ضد ۸،۲۶۹ واړه او لوی عمليات شوي چې "۱،۳۷۸ مشکوک ترهګر پکې ونيول شول او ۱۵۷ ووژل شول".

چودري ویلي ول چې د عملیاتو پر مهال له وسلوالو سره په نښتو او د هغوی په بريدونو کې ۱۳۷ پوځيان ووژل شول او ۱۱۷ ژوبل شول.

ده زیاته کړې وه، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

تر دې وړاندې، د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډه پور د مارچ پر اوومه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د امنیتي حالاتو په اړه خبري غونډې ته وویل، تر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ز کال وروسته په ۲۰۲۲ز کال کې هلته د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې وشوې.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت په اپرېل کې ویلي ول، د وسلوالو ډلو پرضد کوټلي عملیات کوي. په دې لړ کې د اپرېل پر ۱۴مه په قامي اسمبلۍ کې بحث وشو چې پکې د پوځ لوړپوړو چارواکو وویل چې په قبایلي ضلعو کې به هدفي عملیات روان وي.

XS
SM
MD
LG