د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دته خېل کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي


د دته خېل کډوالو خپلو سيمو ته د ستنېدو لپاره د جون پر اتمه په بنو کې لاريون وکړ.
د دته خېل کډوالو خپلو سيمو ته د ستنېدو لپاره د جون پر اتمه په بنو کې لاريون وکړ.

د شمالي وزیرستان د دته خیل تحصیل کډوالو د جون پر اتمه د لاریون په ترڅ کې خپلو سیمو ته د ستنېدو غوښتنه کړې ده.

احتجاج کوونکو په بنو کې تر لاریون وروسته مشال راډیو ته وویل، حکومت ورسره نه یوازې کېدونکی مرستې بندي کړي بلکې د هغوی په وينا د بېا ستنیدنې په عمل کې جدي نه دی چې له امله يې زرګونه خلک لا هم د کډوالۍ ژوند تېروي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول. په دوی کې زیاتره د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ولایت ته کډه شوي ول چې زیاتره یې ستانه شوي دي.

د شمالي وزیرستان کډوالو کمېټۍ مشر ملک رحمت غلام وایي چې له نهو کلونو راهیسې خلک له خپلو سیمو بهر ژوند تېروي او حکومت ورسره په وار وار د بيا ستنېدو ژمنې کړي خو د هغه په وينا، لا تر دې دمه نه دي عملي شوي.

نوموړي زیاته کړه "احتجاج ته مجبور شو، نور زغم نه شو کولی. یو طرف ته د ۲،۰۰۰ کورونو مرستې بندې دي او بل طرف ته واپسي هم نه کېږي."

د غلام په وينا، نور وزیرستانیان ستانه شوي خو د دته خېل او شوال ګربز، سیدګي، مداخېل او نورې قبیلې پاتې دي. هغه زياته کړه، که دا پاتې قبيلې هم ستنې شي، نو ستونزې به يې ختمې شي.

ملک رحمت غلام وايي، که د ستنېدو چارې ورته برابرې نه شي نو په اسلام اباد کې به پرلت ووهي.

حکومتي چارواکي وایي، د ضرب عضب پوځي عملیاتو له وجې کډوال شوي ۹۰ سلنه کډوال يې خپلو سيمو ته ستانه کړي دي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر ریحان ګل خټک مشال راډیو ته وویل چې د پاتې بې کوره خلکو د ستنېدو کار روان دی او هغه سیمې چې ډاډمن امنیت پکې دی، خلکو ته یې د ورستنېدو ویلي دي.

خټک زیاته کړه چې دوه ځله یې د ستنېدنې نیټې اعلان کړې خو د هغه په ويناؤ خلک ور نه غلل.

د نوموړي په وينا کډوالو ته يې مرستې هم لېږلي دي. " تېره میاشت هم د کډوالو ۱۷،۰۰۰ راجسټر کورنيو ته ۳۵ کروړه نغدې مرستې جاري شوې دي، چې هرې کورنۍ ته د موبایل سیم په ذریعه ۲۰،۰۰۰ لېږل شوي دي."

مرستیال کمېشنر وویل، هغه کورنۍ چې نوم لیکنه یې شوې وي او مرستې ورته نه دي ورکړل شوي، هغوی ته به هم هرو مرو مرستې رسوي.

XS
SM
MD
LG