عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د سېپټېمبر پر ۱۳مه د ځونیخېلو په اډه کې د جرګې ګډونوالو وویل چې په سیمه کې یې ناامني زیاته شوې ده او دعوه یې وکړه چې امنیتي ځواکونه اکثر وخت د تګ راتګ لارې تړي.
د میرامشا پرېس کلب مشر صفدر داوړ مشال راډیو ته وویل، د پولیسو د یو ځايي مشر اېس اېچ او محمد ابراهیم پلار او د هغه د کورنۍ غړي په زوره ودانۍ ته داخل شول، هلته یې خبریال نور بهرام وواهه او څیزونه یې مات رامات کړل.
البته زياته يې کړه چې د اګست پر ۲۴ مه هم په يوشمېر کليو کې د مارټر ګولې او نورې وړو وسلو مرمۍ لګېدلې وې.
تر دې وړاندې جرګې د اګست پر اتمه له دې پرېکړې د سرغړونې په تور هغه مشران ۲۰،۲۰ لکه روپۍ جرمانه کړل چې یوه ورځ مخکې یې د پېښور په بالاحصار کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره کتلي ول.
د شمالي وزيرستان پوليسو مشر سلیم ریاض پرون (د اګست پر ۲۸مه) مشال راډيو ته ويلي چې پېښه د اګست پر ۲۸مه په ميرلي بازار کې رامينځ شوې او وسلوال تر بريد کولو وروسته تښتېدلي دي.
د پوځ استخباراتي چارواکو او پولیسو بیا مشال راډیو ته ویلي چې په دې برید کې نهه عسکر وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
د بنو پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د انتظامي مشر په مشرۍ حکومتي او پوځي چارواکو د اګست پر ۲۵مه د ځونيخېلو مشرانو ته د ننواتې پسونه (ګډان) وروړل، بښنه یې وغوښته.
په شمالي وزیرستان کې پوځ عمومي مشر (جنرل افیسر کمانډنګ) دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې څو ورځې مخکې په رزمک کې د شمالي وزیرستان د اتمانزیو، وزیرو او داوړو جرګې پرېکړه اعلان کړه.
د بنو په بکاخېلو کې ناڅرګندو وسله والو یو ځايي قبایلي مشر او دیني عالم مولانا ضبط علي خان تښتولی دی.
يو پوځي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د اګست پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د مکین او واڼا اوسېدونکو هغو مزدورانو د پوځ له خوا په جوړېدونکې يوې ودانۍ کې کار کاوه.
په میرلي کې د اېن ډي اېم یو مشر اعظم خان د اګست پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې خالد داوړ د اګست پر ۱۶مه په وسلوال برید کې "سخت ژوبل" شو چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د اتمانزیو جرګې مشرانو ملک نصر الله وزیر او ډاکتر ګل عالم وزیر د اګست پر ۱۳مه په رزمک کې د جرګې ګډونوالو ته وویل چې له حکومته ګیله من دي او د اګست ۱۴مه د تورې ورځې په توګه لمانځي. دوی د جرګې پر ګډونوالو غږ وکړ چې د اګست پر ۱۴مه دې پر خپلو کورونو، دوکانونو او بازارنو کې تورې جنډې (بیرغونه) ورپوي.
دا تر هغې وروسته ده چې د اتمانزیو جرګې په یوه پرېکړه کې ویلي ول چې ترڅو جرګه روانه وي، ماشومانو ته د پولیو څاڅکو پر ورکولو او له حکومتي او پوځي چارواکو سره پر جرګو بندیز دی.
زربت خان د وزیرستان د ځوانانو سازمان د عمومي سېکرټر وقار احمد پلار وو چې د ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۱۹مه د سازمان له درو نورو فعالانو سره یوځای په وسلوال برید کې وژل شوی وو.
نور وښیئ