د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان يو قبايلي مشر په هدفي برید کې وژل شوی دی


په شمالي وزيرستان کې له تېرې اوږدې مودې راهيسې هدفي بريدونه روان دي: د ارشیف انځور
په شمالي وزيرستان کې له تېرې اوږدې مودې راهيسې هدفي بريدونه روان دي: د ارشیف انځور

د شمالي وزیرستان د موسکي کلي یو قامي مشر ملک داود خان، په میرلي کې، د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

د پولیسو او ځايي خلکو په وینا نوموړی د اکتوبر په ۲۰مه په هدفي برید کې وژل شوی او برید کونکي تښتیدلي دي.

د میرلي د پولیسو د تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال رېډیو ته ویلي چې ملک داود د میرلي په یو شخصي شفاخانه کې ناست وو چې مخ پټو وسلوالو پرې ډزې وکړې. د پولیسو ترمخه دوی د پېښې پلټنې پیل کړې او د نامعلومو وسلوالو خلاف یې مقدمه درج کړې ده. د چارواکو ترمخه په سیمه کې د لټون عملیات هم روان دي خو تراوسه څوک نه دي نیول شوي.

بلخوا پولیس دا هم وایي چې هملته په میرلي کې د یو بل نامعلوم تن جسد هم موندل شوی دی خو په دغه اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

تر دې وړاندې د سېپټمبر پر ۲۷مه د بکاخیلو یو مشر ملک شاول نور هم د کېنټ تاڼې په حدودو کې وسلوالو پر ډزو وژلی وو او بریدګر تښتېدلي ول.


په روان ۲۰۲۳زکال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۱ هدفي حملې شوې دي چې پکې تر ۵۰ پورې ځايي مشران، سیاستوالان، ځوانان او حکومتي امامورین وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې له تېرې اوږدې مودې راهيسې هدفي بريدونه روان دي. تېر کال (۲۰۲۲ز) هلته ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول، چې تر ۶۰ زیات مشران، ځوانان، سیاستوال، دیني عالمان او امنیتي سرتېري پکې وژل شوي ول.

ځايي ولس د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. په زياترو دا ډول غونډو کې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

پښتون ژغورنې غورځنګ هم وخت په وخت د قبایلي سیمو د بدامنیو او د خپلو نیول شویو ملګرو د خوشې کولو لپاره غږ پورته کړی دی. پي ټي اېم وايي حکومت دې د هغوی د ملګرو نيولو پر ځای هدفي بریدګر ونیسي

د غورځنګ مخکښ حنيف پشتين د اکتوبر په شپږمه د شمالي وزيرستان په میرامشا کې خبري غونډې ته د وينا پر مهال، له پوځ غوښتي چې د غورځنګ نیول شوي غړي زرترزره خوشې کړي.

حنیف پښتین زیاته کړه چې حکومت دې لادرکه کسان عدالت ته وړاندې کړي او په سيمه کې هره ورځ کېدونکو هدفي بريدونو او نورې بدامنۍ مخنيوي دې وکړي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ او تحریک طالبان پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په عملیاتو، نښتو او بریدونو کې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.

XS
SM
MD
LG