د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځونيخېلو کې د ناامنۍ پرضد ۳ ورځنۍ جرګه پیل شوې ده


د سېپټېمبر پر ۱۸مه ځايي خلکو د جانيخېلو پوځي مرکز مخې ته لاریون کړی وو.
د سېپټېمبر پر ۱۸مه ځايي خلکو د جانيخېلو پوځي مرکز مخې ته لاریون کړی وو.

د خيبر پښتونخوا د بنو په ځونیخېلو (جانیخېلو) کې ځایي مشرانو د هدفي بريدونو پر ضد او د امنيت د ټینګښت لپاره درې ورځنۍ جرګه پيل کړې ده.

د اکتوبر پر ۲۹مه د پیل شوې جرګې ګډونوال وایي، هدف یې دا دی چې حکومت یا په سیمه کې د ناامنۍ مخنیوي لپاره کوټلي اقدامات وکړي او یا خلکو ته واضحه کړي چې له سیمې څخه یو ځل بیا کډې وکړي.

جرګه تر هغې وروسته ورغوښتل شوې چې د اکتوبر پر ۲۶مه وسلوالو په جانيخېلو کې په دوو جلا جلا بریدونو کې د ملېشې ځواک يو سرتېری او يو ځای تن ووژل. تر پېښې وروسته د ځونیخېلو خلکو احتجاجي لاريون وکړ او وروسته یې د جرګې وربللو پرېکړه وکړه.

د جرګې او غونډې یو ګډونوال لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل، د سیمې امنیت ورځ تر بلې خرابېږي.

دی وايي، حکومت په بیا بیا "د امنیت ټینګښت ژمنې کړې دي، په سټامپ پېپر (قانوني کاغذ) یې وعدې وکړې، خو امن بحال نه شو او روزانه ځوانان او مشران وژل کېږي. چې ګرځبندیز ولګول شي نو ژوند مو ستونزمن شي [نو] ځکه مو دا جرګه راوبلله چې [پر دې وغږېږو چې] څنګه له دې حالته ووځو."

تر دې وړاندې هم په ځونیخېلو کې د ناامنۍ پېښې شوي چې پکې ځوانان، مشران، پولیس او اېف سي سرتېري وژل شوي دي.

د غونډې یو بل ګډونوال او د جرګې غړی ګران وزیر وايي، غواړي په درې ورځو کې مهمې پرېکړې وکړي.

دی وايي، جرګې ته "مشران ځوانان او علما کرام" ورغلي دي چې پکې پرېکړه کوي چې په "راتلونکې کې څه لاره خپله کړو."

انتظامیې لا د جرګې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی چې هلته امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو ضد بې توپیره عملیات کوي. داراز، پولیسو هم ویلي چې د اکتوبر ۲۶مې د دواړو پېښو مقدمې یې دایرې کړې دي او پلټنې یې پیل کړې دي.

تر دې وړاندې د جانيخېلو اوسېدونکو د سېپټېمبر پر ۱۳مه د جرګې له لارې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې وه. د ځونیخېلو په اډه کې د جرګې ګډونوالو ویلي ول چې په سیمه کې یې ناامني زیاته شوې ده او دعوه یې وه چې امنیتي ځواکونه اکثر وخت د تګ راتګ لارې تړي.

په ځونیخېلو کې له څه د پاسه دوو کلونو راهیسې امنیتي وضع خرابه ده چې پرضد په سیمه کې پراخې مظاهرې او پرلتونه شوي دي.

د روان کال د اپرېل پر شپږمه د ځایي قبایلي مشر ملک موېز خان پر کور تر ډزو او راکټي برید وروسته هم په ځونیخېلو کې د پېښې او ناامنۍ پر ضد مظاهره شوې وه.

ملک موېز خان د هغو ځايي مشرانو له ډلې دی چې په تېرو وختونو کې یې د سیمې امنیت لپاره په پراخو احتجاجي پرلتونو او لاریونونو کې فعاله ونډه لرلې ده.

په جانیخېلو کې خلکو په لومړي ځل د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو مړو تر موندل کېدو وروسته پرلت وهلی وو چې تر نهو ورځو روان وو او له صوبايي حکومت سره تر موافقې وروسته پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال د مې په پای کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون کې تر شاوخوا یوې میاشتې احتجاجي ناسته کړې وه چې له حکومت سره یې د بلې موافقې په لاسلیکولو پای ته رسولې وه.

د بنو انتظامي چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د سیمې امنیت ته ژمن دي او په جانیخېلو کې پرمختیايي پروژې هم پلي کوي.

XS
SM
MD
LG