د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم د خپلو زنداني ملګرو د خلاصون لپاره مظاهره کړې ده


پښتون ژغورنې غورځنګ په میرامشا کې د خپلو ملګرو د خلاصون لپاره پرلت وهلی دی: انځور له ارشیفه
پښتون ژغورنې غورځنګ په میرامشا کې د خپلو ملګرو د خلاصون لپاره پرلت وهلی دی: انځور له ارشیفه

پښتون ژغورنې غورځنګ په میرامشا کې د اکتوبر په ۱۳مه مظاهره وکړه چې پکې یې له حکومت او امنیتي ادارو نه غوښتنه وکړه چې د هغوی نیول شوي ملګري دې خوشې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه ده چې د هغوی نیول شوي ملګري عید رحمان وزیر، زکیم وزیر، ګیله من وزیر او نور دې ازاد کړل شي. د دې تر څنګ دوی په سیمه کې د امنیت، په قدرتي وسایلو د خپل اختیار، د لادرکه کسانو په عدالتونو کې د وړاندې کېدو او له افغانستان سره په تجارت کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي.

د غورځنګ یو مخکښ حنیف پشتین مشال راډيو ته وویل: "زموږ مطالبات اییني او قانوني دي. د خپلو زنداني ملګرو د خلاصون او په خپلو وسایلو د خپل اختیار غوښتنه مو وکړه."

نوموړي زیاته کړه چې له افغانستان سره په تجارت کې دې اسانتیاوې برابرې کړل شي ځکه چې له دې سره د دواړو خواوو د ولسونو ژوند تړلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي چې تر دې مخکې یې د جون میاشتې په ۲۵مه نېټه په دې شرط خپل پرلت ختم کړی وو چې ملګري به یې په یوه اوونۍ کې خوشې شي. خو داسې و نه شول.

د غورځنګ یو بل فعال حیات وزیر مشال راډیو ته وویل، د تېر پرلت په مشروط ډول له ختمولو وروسته دوی تمه لرله چې حکومت به خپله وعده پوره کړي خو داسې ونه شول. نوموړی وايي اوس هم چې دوی احتجاج او لاریون ته وتلي نو پولیس ورته اجازه نه ورکوي. هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې هغوی دې د خپل جمهوري حق استعمالولو ته پرېږدي او د هغوی د لاریون مخه دې نه نیسي. ده همدا رنګه د خپلو زنداني ملګرو د زر تر زره د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.

حکومت، پوځ او ځايي انتظامیې لا د پښتون ژغورنې غورځنګ د تازه غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو انتظامي چارواکي وايي چې په سیمه کې یې د قانون د ۱۴۴مې مادې پر اساس د اکتوبر له ۱۳مې تر لسو ورځو پورې په هر قسمه غونډو بندېز لګولی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې وړاندې د روان کال د جون په نهمه نېټه هم په میرلي کې د خپلو غوښتنو لپاره پرلت پیل کړی وو چې بیا وروسته یې د میرامشا پریس کلب مخې ته هم خپله احتجاجي ناسته غځولې وه. د جون په ۲۵مه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي وو، د یوې اوونۍ لپاره خپل پرلت په دې شرط ختموي چې حکومت د هغوی نیول شوي ملګري خوشې کړي.

تر دې مخکې انتظاميې او پوځي چارواکو مشال راډيو ته ویلي وو چې د غورځنګ نیول شویو غړیو د قانون خلاف ورزي کړې او تر پلټنو وروسته به خوشې کېږي. عید رحمان وزیر او زکیم وزیر د مې په ۳۰مه او ۳۱مه په سیدګي امنیتي پوسته او ګیله من وزیر د جولای په څلورمه په پېښور هوايي میدان کې نیول شوي وو.

XS
SM
MD
LG