د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دته خېلو او شوال بې کوره شويو احتجاجي پرلت ځنډولی دی


د دته خېلو او شوال کډوال د خپلو غوښتنو لپاره په بنو کې د احتجاجي لاریون پر مهال ـ د اکتوبر ۱۲مې انځور.
د دته خېلو او شوال کډوال د خپلو غوښتنو لپاره په بنو کې د احتجاجي لاریون پر مهال ـ د اکتوبر ۱۲مې انځور.

د شمالي وزيرستان د دته خېلو او شوال تحصيلونو بې کوره شويو د بنو په بکاخېلو کې خپل احتجاجي پرلت د نومبر تر پينځمې نېټې پورې ځنډولی دی.

دوی له تېرو شاوخوا ۱۰ ورځو پرلت وهلی وو او له حکومته یې غوښتل چې خپلو کورونو ته يې ستانه کړي او مياشتنۍ مالي مرسته دې ورته بحال کړي.

د کډوالو يو مشر ملک رحمت غلام د اکتوبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې د شمالي وزيرستان مرستيال کمېشنر منظور اپرېدي ورسره جرګه کړې او د مسلو د حل ډاډ يې ورکړی دی.

ده وویل چې که د نومبر تر پينځمې یې غوښتنې و نه منل شوې نو بیا پرلت وهي. "د شمالي وزيرستان له ډېپټي کمېشنر سره مو جرګه وکړه. هغه ۱۵ ورځې وخت وغوښت چې مسلې حل کړي. ډېپټي کمېشنر وويل چې زموږ د واپسۍ پر چارو خبرې روانې دي."

اخوا د شمالي وزیرستان انتظامي مشر منظور اپرېدي د اکتوبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې پوځ هڅه کوي چې دته خېلو او شوال سیمې په بشپړه توګه له وسلوالو پاکې کړي، چې تر هغې وروسته به د بې کوره خلکو واپسي ممکنه شي.

اپرېدي زياته کړه، صوبايي حکومت د کډوالو د يوې مياشتې مالي مرستو لپاره ۳۵ کروړه روپۍ ورکړي دي چې د وېشلو بهیر یې پیلوي.

د شوال او دته خېلو کډوالو تر دې وړاندې هم د مظاهرو په ترڅ کې له حکومته غوښتي چې خپلو کلیو او کورونو ته دې یې د ستنولو انتظام وکړي او تر هغې پورې دې یې مرستې نه بندوي.

د دته خېلو او شوال تحصیلونو اوسېدونکي له څه باندې نهو کلونو راهیسې کډوال دي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.

د عملیاتو پر مهال د میرامشا، میرلي او دته خېلو درې لوی بازارونه ړنګ شوي ول. په ۲۰۱۶ز کال کې خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو چې له هغه وخت راهیسې زیاتره خلک خپلو سیمو ته ستانه شوي، خو سلګونه کورنۍ لا هم په بکاخېلو او په افغانستان کې پرتې دي.

د شمالي وزیرستان انتظامیې او پوځ د خلکو تر ستنېدو وروسته د شاوخوا دوو کلونو په موده کې د میرامشا او میرلي د بازارونو ډېرې برخې بیا ورغولې. د دې تر څنګ ځايي وګړو هم په خپل لګښت نوي مارکېټونه جوړ کړل خو د دته خېلو بازار لا هم نه دی رغېدلی.

XS
SM
MD
LG