د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم وايي حکومت دې د هغوی د ملګرو نيولو پر ځای هدفي بریدګر ونیسي


په میرامشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او مشران د خپلو ملګرو د خوشې کولو لپاره په پرلت کې ناست دي ـ پخوانی انځور.
په میرامشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او مشران د خپلو ملګرو د خوشې کولو لپاره په پرلت کې ناست دي ـ پخوانی انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان له حکومته د خپلو نیولو شویو غړو ترڅنګ د لادرکه کسانو عدالت ته د وړاندې کولو او خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د غورځنګ مخکښ حنيف پشتين د اکتوبر په شپږمه د شمالي وزيرستان په میرامشا کې خبري غونډې ته د وينا پر مهال، له پوځ غوښتي چې د غورځنګ نیول شوي غړي زرترزره خوشې کړي.

هغه وویل: "زمونږ ملګري عیدرحمان وزیر، ګیله من وزیر او زکیم وزیر څو میاشتې مخکې نیول شوي او تراوسه عدالت ته هم نه دي وړاندې کړل شوي."

حنیف پښتین زیاته کړه چې حکومت دې لادرکه کسان عدالت ته وړاندې کړي او په سيمه کې هره ورځ کېدونکو هدفي بريدونو او نورې بدامنۍ مخنيوي دې وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیرستان رابطه کار عید رحمان وزیر او بل غړی زکیم وزیر د مې په ۳۰ او ۳۱مه امنیتي ځواکونو نیولي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو فعالانو د نیونې ضد د جون پر نهمه په میرعلي کې پرلت پیل کړی وو چې وروسته یې میرامشاه ته وغځولو. د غورځنګ مشر منظور پښتین د جون پر ۲۵مه وویل چې هغه د یوې اوونۍ لپاره په دې شرط ځنډوي چې نیول شوي ملګري به یې خلاص شي.

د جولای پر څلورمه امنیتي ځواکونو په پېښور کې له هوايي ډګر سره نېږدې د دوی یو فعال ملګری ګيله من وزير ونیو او نامعلوم ځای ته یې بوتلو.

په وروستیو کې پولیسو او امنیتي ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ یوشمېر فعالان نیولي چې ځینې یې په ضمانتونو خوشې کړې دي.

غورځنګ وایي د اکتوبر پر څلورمه پولیسو او په ساده جامو کې خلکو د غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین له ځان سره بیولی دی.

د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې تر جلسې وروسته پولیسو د پښتون ژغورنی غورځنګ مخکښ علي وزیر او نور فعالان ونیول چې د سېپټېمبر تر ۱۹ مې په زندان کې ول او بیا پر ضمانت خوشې شول.

دا راز د غورځنګ یو شمېر غړي په بېلا بېلو تورونو نیول شوي چې لا هم په زندانونو کې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸ز کال کې له جوړېدو راهیسې د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د مدني او بشري حقونو لپاره احتجاجونه، جلسې، لاریونونه او غونډې کوي او وايي، ټولې هلې ځلې یې د پاکستان له ایین او قانون سره سمې دي.

پي ټي اېم وايي، پر ګرفتاریو سربېره د پښتنو د مدني او بشري حقونو لپاره سوله ییزې او قانوني مبارزې ته دوام ورکوي.

حکومت وايي چې د امنيت ټينګولو لپاره يې عملياتو ته دوام ورکړی او پوځي چارواکو مشال راډیو ته هم دومره ویلي ول چې د پي ټي اېم هغو نیول شویو غړو له قانون سرغړونه کړې او تر پلټنو وروسته به يې خوشې کوي.

XS
SM
MD
LG