د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان اوسېدونکو له پوځه د ۳ مدرسو د خالي کولو غوښتنه کړې ده


د خیبر پښتونخوا په یوه مدرسه کې ماشومان د زده کړو پر مهال - پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا په یوه مدرسه کې ماشومان د زده کړو پر مهال - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان د میرلي د نورک سیمې مشرانو او ديني عالمانو له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې پوځ دې یې مدرسې خالي کړي.

ځايي اوسېدونکو د خپلې دې غوښتنې په حق کې له تېرو څو اوونيو راهیسې احتجاج ته دوام ورکړی او د اکتوبر پر ۲۵مه يې په خبري کنفرانس کې ورباندې بیا ټينګار وکړ.

د نورک مشرانو او دیني عالمانو د ميرامشا د خبریالانو په مرکز کې وويل چې په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پر ضد د ضرب عضب په نوم تر پوځي عملياتو وروسته امنیتي سرتېري د هغې سیمې په درو مدرسو کې پراته دي.

دوی وايي، د دې له کبله د سیمې د ماشومانو دیني زده کړې اغېزمنې شوې دي.

دوی وویل چې له پوځه يې په وار وار غوښتنه کړې چې مدرسې خالي کړي خو مثبت ځواب یې ترلاسه نه کړ نو ځکه یې احتجاج پیل کړ.

مولانا سهراب خان تر خبرې غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل چې له کمېشنره نیولې تر وزیراعظمه پورې یې خپل غږ رسولی، خو لا يې غوښتنه نه ده منل شوې. "موږ له تېرو پینځو کلونو راهیسې غوښتنه کوو چې د نورک مدرسه دې خالي کړي، موږ ضلعي انتظامیې، پوځي او حکومتي مشرانو ته خپله غوښتنه رسولې، له یوې میاشتې راهیسې په احتجاج یو، ۲۵ خطونه مو استولي دي، مذاکرات مو هم ورسره کړي، خو تر اوسه راته [ځواب] نه دی ویل شوی."

تر ضرب عضب عملیاتو وروسته د میرلي د عیدکو په مدرسه کې هم پوځيان دېره شوي ول، خو په ۲۰۱۷ز کال کې يې خالي کړه او پکې ديني زده کړې بیا پیل شوې.

د میرلي انتظامي مشر ډاکټر صادق علي مشال راډيو ته وويل چې حکومت د نورک په مدرسه کې د تخنیکي زده کړو مرکز پرانیستی وو چې اوس له یوشمېر کلونو راهیسې فعال دی. دی وايي، پوځیان په هغه مدرسه او شاوخوا سیمو کې پراته دي.

د ډاکتر صادق علي په خبره، د نورک او نورو مدرسو د خالي کولو په اړه یې له ځايي مشرانو او امنیتي ځواکونو سره غونډې کړې دي او زیاتوي چې هڅه کوي دا مسله ژر هواره کړي.

د پاکستان پوځ له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د شمالي وزیرستان په بېلابېلو برخو کې پروت دی. په شمالي وزیرستان کې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې امنیتي حالات خراب شوي دي. د پاکستان پوځ وايي چې په هغه ضلع کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG