د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ۶ وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده


په جنوبي وزیرستان کې پاکستاني پوځیان د سرک پر غاړه تلاشۍ اخیستو ته ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
په جنوبي وزیرستان کې پاکستاني پوځیان د سرک پر غاړه تلاشۍ اخیستو ته ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې په دوو نښتو کې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر ۱۹مه، په بیان کې ویلي دي چې دواړه نښتې د اکتوبر ۱۸مې او ۱۹مې ترمینځ شپې مهال شوې دي.

پوځ وايي، د شمالي وزیرستان په ګړیوم کې په نښته کې د یو مهم قومندان حضرت عثمان چې د خاورې ملا په نوم پېژندل کېده، په ګډون شپږ مشکوک وسلوال او درې سرتېري ووژل شول.

د پوځ په وینا، د جنوبي وزیرستان په اسمان منزه کې په نښته کې یو سرتېری وژل شوی دی. ای اېس پي ار زیاتوي چې وژل شوي وسلوال د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې ککړ ول.

لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اکتوبر پر ۱۹مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې په وزیرستانونو کې د سرتېرو پر وژنه خپګان ښوولی دی. نوموړي ویلي دي چې د "وروستي ترهګر" تر ختمولو پورې یې پرضد جګړې ته دوام ورکوي ځکه چې په وینا یې، دا د "هېواد د بقا مبارزه" ده.

تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې د وزیرستانونو د نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ د دعوو تصدیق نه شي کولای.

د پاکستان پوځ او تحریک طالبان پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په عملیاتو، نښتو او بریدونو کې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې د اکتوبر پر ۱۴مه د میرلي په حیدرخېلو کې یې شپږ وسلوال وژلي او اته ژوبل کړي دي.

خو د سیمې ځینو اوسېدونکو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې هغو عملیاتو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ځینې نور ژوبل شوي ول.

اخوا تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د اکتوبر پر ۱۴مه رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې وه چې په نښته کې یې ۱۵ امنیتي سرتېري وژلی دي.

د روان کال له اوړي راهیسې د شمالي او جنوبي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې پر امنیتي سرتېرو بریدونه زیات شوي دي. د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د سیمې اوسېدونکو په وروستیو کې شکایت کړی دی چې د عملیاتو پر مهال ولسي وګړي ځورول کېږي چې باید یې مخنیوی وشي. انتظامي چارواکي وايي، پوره هڅه کوي چې عام خلک و نه ځورول شي او دا چې د وزیرستان اوسېدونکي دې ورسره د وسلوالو پرضد په عملیاتو کې همکاري وکړي.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو نهو میاشتو کې په پاکستان کې امنیتي ځواکونو ته دومره مرګژوبله اوښتې ده چې په تېرو اتو کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

رپورټ وايي د جنورۍ له پیله نیولې، د سېپټېمبر تر پایه پورې په پاکستان کې په بریدونو او نښتو کې ۳۸۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي چې ورڅخه یې ۲۰۸ پولیس او ۱۳۷ پوځیان دي.

رپورټ کاږي چې په هم دې موده کې د ناامنیو پر مهال ۳۳۳ عام خلک او په عملیاتو او نښتو کې ۳۶۸ مشکوک وسلوال هم وژل شوي دي.

رپورټ زیاتوي، په پاکستان کې په تېرو نهو میاشتو کې ناامني ۵۷ فیصده زیاته شوې ده او زیاتره پېښې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

تر دې وروسته ټي ټي پي د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر خپله ووبپاڼه په یو رپورټ کې دعوه کړې ده چې د سېپټمبر په میاشت کې یې په پاکستان کې ۱۰۶ بریدونه کړي دي چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا کې شوي ول.

XS
SM
MD
LG