د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت وایي په وزیرستانونو کې غیر فعال ښوونځي فعالوي


د شمالي وزیرستان په شوه کې زده کوونکي د استادانو کمښت ضد د احتجاج په مهال ـ پخوانی انځور.
د شمالي وزیرستان په شوه کې زده کوونکي د استادانو کمښت ضد د احتجاج په مهال ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم څانګه وایي، په شمالي او جنوبي وزیرستان کې غیر فعاله او بند سکولونه بیا فعالوي.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم سیکرټري معتصم بالله د شمالي او جنوبي وزیرستانونو تعلیمي څانګو او مرستیال کمېشنرانو ته رسمي لیک استولی دی او په سیمه کې د بندو ښوونځیو د سروې کولو او د هغو د خلاصولولو لپاره د چارو د پيلولو یې ورته ویلي دي.

د حکومت دا پرېکړه وروسته له هغې مخې ته راغلې چې د وزیرستان خلکو په ټولنیزو رسنیو له یوې مودې راهیسې شکایتونه کول چې په هغو ضلعو کې د ناامنۍ او پوځي اپریشنونو په وخت کې ځینې سکولونه تړل شوي ول چې لا هم بند پراته دي.

معتصم بالله خبریالانو ته ویلي، ورته معلومه شوې چې په وزیرستانونو کې تر ۵۰ پورې سکولونه غیر فعال دي چې په اړه یې دوی سروې پيلوي، تر څو د بندو ښوونځیو کره شمېره مالومه کړي او د فعالولو لپاره یې مناسب ګامونه واخلي.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي او سیاسي او ټولنیز فعال ملک لیاقت مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې زیاتره د نجونو ښوونځي غیر فعال دي."سپینوام، شوه، ګړیوم، دته خېل او نورو سیمو کې سکولونه بند دي. د نجونو ښوونځیو ته خو هیڅ استاده نه راځي. د حکومت د پرېکړې ستاینه کوو خو عملي ګامونه دې هم واخلي."

د شمالي وزیرستان په سپینوام کې زده کوونکو او د هغوی پلرونو په ښوونځیو کې د استادانو د غیرحاضرۍ او ناکافي شمېر پرضد د سږ کال په مارچ میاشت کې احتجاجي لاریون کړی وو. د سیمې اوسېدونکو ویل، چې ډېری ښوونکي کار ته نه حاضرېږي چې ورسره د ماشومانو زده کړې اغېزمنېږي.

په سیمه کې خبریال رسول داوړ وایي چې که صوبایي حکومت خپله وروستۍ پرېکړه عملي کړي نو ښې نتیجې به ورکړي."یوازې شمالي وزیرستان کې تر ۱۰۰۰ زیاتې تعلیمي ادارې دي خو ځینې سکولونه خلکو په حجرو بدل کړي. د ډیرو سکولونو استادان ډیوټیو ته نه ځي او نورو کسانو ته پیسې ورکوي او هغوی ورته حاضري لګوي."

د شمالي وزیرستان د تعلیم څانګې مشر محب رحمان داوړ مشال را‌ډیو ته وویل چې وزیرستانونو کې په تعلیمي ادارو کې نیمګړتیاوې شته خو د څارنې ډلې به دا مالومه کړي چې هغه ښوونځي ولې غیر فعاله دي؟

هغه وویل د غیر حاضرو استادانو پر ضد به سخته کارروایي وکړي.

د تعلیم څانګې مشرانو په وینا یوازې په شمالي وزیرستان کې ۱۰۱۱ لویې او وړې تعلیمي ادارې دي چې ۵۰۰ پکې د نارینه او پاتې د ښځو لپاره دي. په هغه ضلع کې په ۲۰۱۴ز کال د ناامنۍ ضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات شوي ول چې تر هغې وروسته ګڼې تعلیمي ادارې بېرته فعالې شوې خو ځینې یې لا هم غیرفعاله دي.

XS
SM
MD
LG