د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځونيخېلو په سیمه کې د زیاتې شوې ناامنۍ خلاف جرګه ورغوښتې ده


په ځونیخېلو کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې او جرګې شوې دي - د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ لومړۍ نېټې انځور.
په ځونیخېلو کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې او جرګې شوې دي - د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ لومړۍ نېټې انځور.

د خيبر پښتونخوا د بنو په ځونیخېلو (جانیخېلو) کې ځایي مشرانو د هدفي بريدونو پر ضد او د امنيت لپاره سبا (د اکتوبر پر ۲۹مه) احتجاجي غونډه بللې ده.

ځایي خلکو د اکتوبر پر ۲۷مه، مشال راډيو ته وويل چې د اکتوبر په ۲۶مه وسلوالو جانيخېلو کې د مليشې ځواک يو سرتېری او يو بل تن په دوکان کې وژلي دي. تر پېښي وروسته د جانیخېلو خلکو احتجاجي لاريون وکړ او پرېکړه یې وکړه چې سبا د اتوار په ورځ به درې ورځنۍ جرګه کوي.

په جاني خېلو کې تر دې وړاندې هم روان ۲۰۲۳ کال کې تر ۱۵ پورې ځايي ځوانان، مشران، پولیس او اېف سي اهلکاران په وسلوال بريدونو کې وژل شوي دي.

د غونډې یو ګډون وال او د پښتون ژغورنې غورځنګ د جانيخېلو فعال علاوالدین غونډې ته په وينا کې وويل چې هغوی پر دې وژنو غلي نه شي پاتي کېدای.

د جاني خېلو د تازه لاریون په اړه انتظامي څه نه دي ويلي خو پولیسو دومره ویلي چې دواړو پېښو مقدمې یې د نامالومه وسلوالو ضد لیکلي او پلټنې یې پیل کړي دي.

تر دې وړاندې د جانيخېلو اوسېدونکو د سېپټېمبر پر ۱۳مه د جرګې له لارې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې وه. د ځونیخېلو په اډه کې د جرګې ګډونوالو ویلي ول چې په سیمه کې یې ناامني زیاته شوې ده او دعوه یې وه چې امنیتي ځواکونه اکثر وخت د تګ راتګ لارې تړي.

په ځونیخېلو کې له څه د پاسه دوو کلونو راهیسې امنیتي وضع خرابه ده چې پرضد په سیمه کې پراخې مظاهرې او پرلتونه شوي دي او په عین وخت کې پکې د پاکستان پوځ او پولیس د وسلوالو ډلو پرضد هدفي عملیات هم کوي.

د روان کال د اپرېل پر شپږمه د ځایي قبایلي مشر ملک موېز خان پر کور تر ډزو او راکټي برید وروسته هم په ځونیخېلو کې د پېښې او ناامنۍ پر ضد مظاهره شوې وه.

ملک موېز خان د هغو ځايي مشرانو له ډلې دی چې په تېرو وختونو کې یې د سیمې امنیت لپاره په پراخو احتجاجي پرلتونو او لاریونونو کې فعاله ونډه لرلې ده.

په جانیخېلو کې خلکو په لومړي ځل د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو مړو تر موندل کېدو وروسته پرلت وهلی وو چې تر نهو ورځو روان وو او له صوبايي حکومت سره تر موافقې وروسته پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال د مې په پای کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون کې تر شاوخوا یوې میاشتې احتجاجي ناسته کړې وه چې له حکومت سره یې د بلې موافقې په لاسلیکولو پای ته رسولې وه.

د بنو انتظامي چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د سیمې امنیت ته ژمن دي او په جانیخېلو کې پرمختیايي پروژې هم پلي کوي.

XS
SM
MD
LG