د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ وایي حکومت دې د جرګو لخوا د کورونو ړنګولو مخه ونيسي


د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د وېنا پر مهال ـ پخوانی انځور.
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د وېنا پر مهال ـ پخوانی انځور.

ملي جمهوري غورځنګ د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په وزيرستان کې دې د جرګو لخوا د خلکو د کورونو ړنګولو مخه ونیسي.

د ګوند مشر محسن داوړ د اکتوبر پر ۱۵مه په پېښور کې خبریالانو ته وويل چې په وروستيو کې د شمالي وزیرستان د اتمانزيو جرګې د ځينو خلکو کورونه وران کړي چې دا ډول اقدامات، د هغه په خبره سیمه جنګسالارۍ او خپلسرۍ خواته بيايي. هغه زیاته کړه چې حکومت دې په ریاست کې دننه د ریاست جوړولو مخنیوی وکړي.

حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي خو د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر روښانزېب د اکتوبر پر ۱۰مه د جرګې له خوا د خلکو کورونو ړنګولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې مشال راډيو ته ووويل چې هېچا ته له قانونه د سرغړونې اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په د اتمانزیو جرګې په وروستیو کې د ملي جمهوري غورځنګ دوه مخکښان عادل داوړ او حمزه داوړ پینځه، پینځه لکه روپۍ جرمانه کړي او د جرمانې نه ورکولو په صورت کې یې د هغوی کورونو د ړنګولو ویلي دي.

حمزه داوړ د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې هغوی په اګست کې په پېښور کې د پاکستان پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره په یوه جرګه کې ګډون کړی وو چې پر دوی د جرمانې سبب وګرځېد.

جنرال عاصم منير د اګست پر اوومه د پېښور په بالاحصار کې د سرحدي ځواکونو په مرکزي قوماندانۍ کې د خيبر پښتونخوا د قبايلي ضلعو له یوشمېر مشرانو سره کتلي ول.

په رزمک کې د اتمانزیو د ولسونو د "یووالي" لپاره جرګه د جولای له وروستۍ لسیزې راهيسې روانه ده او له حکومته یې په سيمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.

د هغې جرګې مشرانو د ناستې تر پیلېدو وروسته اعلان کړی وو چې تر هغو چې یې ټولې پرېکړې نه وي کړې نو ولسي مشران به له حکومتي او پوځي چارواکو سره په ناستو او غونډو کې ګډون نه کوي. جرګې داراز، په شخصي دښمنيو کې پر بدل اخيستو هم بنديز لګولی دی.

تر دې وړاندې هم هغې جرګې د اګست په میاشت کې ځینې ملکان د پاکستان د پوځ له مشر سره د کتنې پر سر جرمانه کړي ول. دا راز جرګې په خیسور کې د یو هغه تن کور هم سوځولی وو چې خپل ورور یې وژلی وو.

په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلي ورګډېدو سره هلته د فرنټییر کرایمز رېګولېشن (اېف سي ار) په نوم رایج قانون ختم شو او پر ځای یې د پاکستان ایین او قانون وروغځېد. له دې سره په هغو ضلعو کې د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو په څېر پولیسو او عدالتونو هم کار پیل کړ. خو د دې باوجود هم په هغو سیمو کې خلک د ستونزو د هوارۍ لپاره جرګې کوي. په ځینې وختونو هغه جرګې د سرغړونې پر تور جرمانې هم لګوي.

تر ۲۰۱۸ز کال مخکې به د اېف سي ار او جرګو د پرېکړو له مخې نه يوازې د يو فردي جرم په تور د خلکو کورونه ورانېدل بلکې اجتماعي سزاګانې به هم ورکول کېدلې.

XS
SM
MD
LG