د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اتمانزيو جرګه وايي د امنيت د ټينګښت غوښتنې يې منل شوې دي


د نومبر پر لومړۍ نېټه په ميرامشا کې د اتمانزيو جرګې د مشرانو او د شمالي وزيرستان انتظاميې ترمينځ مذاکرات وشول.
د نومبر پر لومړۍ نېټه په ميرامشا کې د اتمانزيو جرګې د مشرانو او د شمالي وزيرستان انتظاميې ترمينځ مذاکرات وشول.

د شمالي وزيرستان د اتمانزيو جرګې مشران وايي، له حکومتي چارواکو سره يې مذاکرات سر ته رسېدلي او د امنيت د ټينګښت غوښتنه يې منل شوې ده.

د جرګې وياند مولانا بيت الله مشال راډيو ته ويلي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه په ميرامشا کې د اتمانزيو جرګې د ۳۰ کسيزه کمېټۍ او د شمالي وزيرستان انتظاميې ترمينځ د مذاکراتو اخري پړاو سر ته ورسېد.

ياده جرګه، چې له تېرو شاوخوا څلورو مياشتو راهيسې روانه وه، د نورو غوښتنو تر څنګ يې يوه مهمه غوښتنه په سيمه کې د امنيت ټينګښت وو.

مولانا بيت الله او د شمالي وزيرستان ډېپټی کمېشنر يا انتظامي مشر منظور اپرېدی وايي چې دواړې خواوې پر ټولو نکاتو سلا شوې او د سند په توګه يې سټامپ پېپر (قانوني کاغذ) هم ليکلی دی.

هغوی دا و نه ويل چې په قانوني سند کې يې څه ليکلي او پر کومو نکاتو سره سلا شوي دي، خو د مولانا بيت الله په وينا جرګه له حکومتي ژمنو مطمينه شوې ده. "دواړه لوريو په ښه ماحول کې خبرې کړې، هېڅ فشار نه وو، موږ له انتظاميې، پوځ او پولیسو مطمین یو او [له هغوی مو] د امن د ټینګښت ډاډ ترلاسه کړ."

د نومبر پر لومړۍ نېټه په ميرامشا کې د اتمانزيو جرګې د ۳۰ کسيزه کمېټۍ او د شمالي وزيرستان انتظاميې ترمينځ د مذاکراتو اخري پړاو سر ته ورسېد.
د نومبر پر لومړۍ نېټه په ميرامشا کې د اتمانزيو جرګې د ۳۰ کسيزه کمېټۍ او د شمالي وزيرستان انتظاميې ترمينځ د مذاکراتو اخري پړاو سر ته ورسېد.

د شمالي وزيرستان انتظاميې د اتمانزيو جرګې له مشرانو سره تر دې وړاندې هم څو ځلې خبرې کړې وې خو موافقې يا وروستۍ نتيجې ته نه ول رسېدلي.

د شمالي وزيرستان انتظامي مشر منظور اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې د جرګې پر غوښتنو به عمل کوي. "له مشرانو سره مو په وار وار جرګې وشوې. نن د [موافقې] اخري ډرافټ (متن) تیار شو چې ټولو مشرانو دستخطونه (لاسليکونه) ورباندې وکړل. پر هغه نکاتو سره موافق شو چې د وزیرستان د امن لپاره ضروري دي. مشران مو مطمین کړل. د امن لپاره به دغلته شریکې هڅې کېږي."

په رزمک کې د اتمانزیو د ولسونو د "یووالي" لپاره جرګه د جولای په وروستۍ لسيزه کې پيل شوې وه او له حکومته یې په سيمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې وه.

د هغې جرګې مشرانو د ناستې تر پیلېدو وروسته اعلان کړی وو چې تر هغو چې یې ټولې پرېکړې نه وي کړې نو ولسي مشران به له حکومتي او پوځي چارواکو سره په ناستو او غونډو کې ګډون نه کوي. جرګې دا راز، په شخصي دښمنيو کې پر بدل اخيستو هم بنديز لګولی وو.

تر دې وړاندې هم هغې جرګې د اګست په میاشت کې ځینې ملکان د پاکستان د پوځ له مشر سره د کتنې پر سر جرمانه کړي ول. دا راز جرګې په خیسور کې د یو هغه تن کور هم سوځولی وو چې خپل ورور یې وژلی وو.

هغې جرګې په شمالي وزيرستان کې ماشومانو ته د پوليو د څاڅکو پر ورکولو هم بنديز لګولی وو.

د اتمانزیو جرګې مشران وايي چې په شمالي وزيرستان کې د هدفي بریدونو لړۍ روانه ده او هلته د ۲۰۱۴ز کال تر ضرب عضب عملیاتو وروسته شاوخوا ۶۰۰ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

ځايي ولس د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. په زياترو دا ډول غونډو کې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو یوشمېر غړي نیولي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG