د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرلي پوځي مرکز مخې ته د لادرکه کړل شويو کسانو کورنیو احتجاج کړی دی


د میرلي پوځي مرکز مخې ته احتجاج، انځور اکتوبر ۲، کال ۲۰۲۳
د میرلي پوځي مرکز مخې ته احتجاج، انځور اکتوبر ۲، کال ۲۰۲۳

د شمالي وزيرستان په ميرلي کې په زوره د لادرکه کړل شویو کسانو کورنيو د پوځي مرکز مخې ته د احتجاج پر وخت غوښتنه کړې چې د هغوی خپلوان دې خوشې کړل شي.

پر ټولنيزو رسنيو په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې د اکتوبر پر دويمه شوي دې احتجاج کې نارينه، ښځې او ماشومان د پوځي چاوڼۍ د مرکزي دروازې مخې ته ولاړ دي او وايي چې پوځ یې خپلوان نيولي دي. دا کسان دعوه کوي چې نيول شوي کسان بې ګناه دي، خو په وينا يې که بیا هم ورباندې کوم تور وي نو عدالتونو ته دې حاضر کړل شي.

په ميرلي کې د ملي جمهوري غورځنګ يو مشر جمال داوړ د اکتوبر پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې دا اول ځل نه دی چې امنيتي ځواکونه خلک نیسي. هغه زیاته کړه چې په دې لړ کې بايد عدالتي کاروايي وشي: "موږ له کلونو راهیسې د ورکو کسانو د موندلو غوښتنه کوو، جلسې، جلوسونه کوو، مطالبه کوو چې له ورک کړل شویو کسانو سره دې د قانون مطابق چلند وشي، که جرم ورباندې ثابت شي، سزا دې ورکړي، که بې ګناه وي نو ازادي دې ورکړل شي."

نوموړي ګیله وکړه چې د هغوی پر جلسو، غوښتنو او احتجاجونو حکومت هېڅ غور نه کوي نو ځکه هغوی په وار وار مجبورېږي چې احتجاج وکړي او خپل ماشومان او خپلې مېرمنې هم په دې فریاد کې له ځانه سره ملګري کړي.

مشال راډیو د دې احتجاج په غبرګون کې د شمالي وزيرستان د انتظامیې او پوځ دوو مسوولو کسانو د اکتوبر پر دويمه د نومونو پټ ساتلو په شرط وویل، نیول شویو کسانو د پلټنو پر مهال ورته منلې ده چې له وسلوالو سره یې اړیکې درلودې.

دغو چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، دا ادعا هم وکړه چې نیولو شویو کسانو له وسلوالو سره د مرستو کولو اعتراف هم کړی دی.

د هغوی په وينا، یو شمېر هغه کسان چې له ترهګرو سره د مرستې په شک کې نیول شوي ول او د پلټنو پر مهال معلومه شوې چې بې ګناه دي، بیرته خوشې کړل شوي دي. دغو چارواکو دا ونه ویل چې دا پلټنې څنګه او چېرته کېږي او دا کسان عدالت ته ولې نه وړاندې کېږي؟

پاکستان کې د لادرکه کسانو کورنیو د خپلوانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. په ورکو کسانو کې د يوشمېر مړي هم موندل شوي دي.

وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز سازمان او پښتون ژغورنې غورځنګ دعوه کوي چې په بلوچستان او پښتونخوا کې په زرګونو کسان رياستي ادارو او پوځ په جبري توګه له اوږدې مودې راهیسې لادرکه کړي دي.

د دوی په وینا، د پاکستان رياستي ادارو هغه کسان عدالت ته له وړاندې کولو پرته په پټو بندیخانو کې ساتلي دي. خو د پاکستان پوځ د خلکو د لادرکه کولو تورونه تل رد کړي دي او وايي چې پوځ د خلکو په ورکولو کې هيڅ لاس نه لري.

په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې حکومتي کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې په کار پیل وکړ. یاد کمېشن وايي چې د ۲۰۲۳م کال تر جون میاشتې یې ۹،۷۳۶ ورک کسان ثبت کړي دي، چې ۵۳۳ يې يوازې د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لادرکه شوي دي.

کمېشن زياتوي، په دې کې د ۷،۴۳۹ کسانو د قضیو په اړه فیصلې شوې دي او د ۲،۲۹۷ کسانو قضیې روانې دي.

که څه هم په پاکستان کې دننه او دباندې د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دې هېواد پر حکومت او امنيتي ادارو په زوره د خلکو لادرکه کولو لړۍ درولو غږ کړی او دا عمل يې د بشري حقونو ضد بللی، خو دا ستونزه لا تر اوسه "ناحل" پاتې ده.

XS
SM
MD
LG