عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
ډاکټر امجد علي وايي چې د کابینې په تېره غونډه کې وزيراعلی پروېز خټک وړاندېز وکړ چې د راتلونکې مالي کال بجټ بايد د مۍ په مياشت کې وړاندې کړل شي.
دا مرکه د امريکا د ټيليويژن د نړۍ وتلې څهرې ډېوډ لېټرمېن له خوا د هغو شپږ مرکو برخه ده چې له مشهورو شخصيتونو سره يې کړې دي.
نوازشريف په ولسي غونډو کې پر فيصله پرله پسې نيوکې کوي خو د سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار بيا په ډاګه کړې چې هيڅ سياسي اېجنډا نه لري.
فرحت الله بابر د سېنېټر په حېث خپله شپږ کلنۍ اييني موده پوره کړې ده او د سېشنبې پر ورځ يې د سېنېټ غونډې ته وروستۍ وينا وکړه.
د سېنېټ تر انتخاباتو يوه ورځ وروسته بلاول بوټو زرداري د شنبې پر ورځ د لومړي ځل لپاره په کراچۍ کې خبريالانو ته مخامخ شو.
د دې جرګې يوه منتظم مشال راډیو ته ويلي چې دوی به خپلې غوښتنې د را تلونکي اتوار پر ورځ په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال اعلان کړي.
د پاکستان سپريم کورټ د دوشنبې پر ورځ د وژل شوي ځوان نقيب الله مسود د ماورا عدالت وژنې د مقدمې اورېدنه کوي. د نقيب مسود تر وژنې وروسته په کراچۍ او د هېواد په نورو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې وشوې چې بيا وروسته د جنورۍ پر ۱۹ د پاکستان سپريم کورټ له خپلې غاړې ددې پېښې نوټس واخست.
د پاکستان انتخاباتو کميشن بلوچستان اسمبلۍ غړی منظور کاکړ نااهله ګرځولی دی.
د پښتون تحفظ موومنټ د درنې پر مهال سياسي او مدني فعالانو د خپلو حقونو په حق کې نارې وهلې نو په هغو نارو کې د ښځو ږغونه هم شامل ول.
ولسمشر محمد اشرف غني پر طالبانو يوځل بيا د سولې خبرو اترو کولو غږ کړی البته په لومړي ځل يې وويل چې طالبان دې د سياسي ډلې په توګه و پېژندل شي.
د قامي جرګې او حکومت ترمنځ تړون د تېرې جمعې په ورځ له هغه وروسته وشو چې سیاسي او مدني فعالانو په سوات کې احتجاجي مظاهرې اعلان وکړ.
د پښتون تحفظ موومېنټ يو مشر بلال مسود ويلي چې د دوی د مالوماتو له مخې تر اوسه پورې تر دوه سوه زيات ورک کسان له خپلو کورنيو سره يو ځای شوي دي.
دوی په لاسونو کې بېنرونه نيولي وو چې ورباندې يې خپلې غوښتنې ليکلې وې او د غوښتنو په حق کې یې نعرې هم ووهلې.
په مصر کې د ښځو په یوه کارخانه کې له زړو پړونو او زړوکو څخه رنګا، رنګ نوي شیان جوړېږي. د کارخانې کارکوونکې بېوزله ښځې دي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس رپورټ وګورئ.
د سوات په خوازه خېله کې یو شمېر فعالانو پر امنیتي پوستو د ځورونو پر ضد مظاهره کړې. دوی د یکشنبې پر ورځ په مظاهره کې له حکومته غوښتنه وکړه چې نه یوازې دې امنیتي پوستې کمې کړي بلکې خلک دې هم نه ځوروي. د سوات پولیسو مشر واحد محمود مشال راډیو ته وویل، دوی وار له مخه پوستې له ۹۷ څخه ۱۷ ته کمې کړې دي.
په سوات کې په سلګونو کسانو د يوې مظاهرې پرمهال غوښتنه کړې چې پر امنيتي پوستو دې نه ځورول کېږي. د یکشنبې په سهار سلګونه کسان چې پکې د مختلفو سياسي ګوندونو مشران، غړي او مدني فعالان شامل وو په خوازخيله کې راغونډ شول او د خپلو غوښتنو په حق کې شعارونه ورکړل.
د پنجاب پوهنتون وياند خرم شهزاد د يکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د جنورۍ پر ۲۲ مه د اسلامي جميعت طلبه او پښتنو او بلوڅانو سازمان ترمنځ تر جګړه شوې وه چې په اړه يې پوهنتون پلټنې پیل کړې. دده په وينا، په جګړه کې ښکېلو ۳۴ زدکوونکيو ته نوټسونه ورکړل شوي وو چې پرضد يې د نظم و نسق کمېټۍ د شنبې په ورځ
د جمعې پر ورځ د چيف جسټس په مشری کې د دوو قاضيانو بېنچ د نقيب مسود د وژنې د مقدمې اورېدنه وکړه چې پر ژمنې سربېره هم راو انوار ورته حاضر نه شو.
نور وښیئ