د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبرپشتونخوا حکومت پلان لري چې د دوه زره اتلسم-نوولسم مالي کال بوديجه تر جون مياشتې له مخه وړاندې کړي.

د صوبې د وزيراعلی سلاکار ډاکټر امجد علي د شنبې په ماخستن مشال راډیو ته وويل چې د کابینې په تېره غونډه کې وزيراعلی پروېز خټک وړاندېز وکړ چې د راتلونکې مالي کال بجټ بايد د مۍ په مياشت کې وړاندې کړل شي.

نوموړي ددې وجه دا وښودله چې سږکال به په پاکستان کې ټولټانکې کېږي چې لپاره به يې په مرکز او صوبو کې عبوري حکومتونه جوړېږي نو ځکه پکار ده بجټ د اسمبليو تر ماتېدو له مخه منظور شي.

ډاکټر امجد علي زياته کړه چې په عمومي توګه کلنۍ مالي بجټ د جون په لومړۍ اوونۍ کې وړاندې کېږي خو د اوسنيو اسمبليانو اييني موده د مۍ په ۲۸ م پای ته رسېږي نو ځکه وزيراعلی وزيرانو او افسرانو ته وويل چې که امکان وي نو بجټ به په مۍ مياشت کې وړاندې کړل شي.

په عمومي توګه کلنۍ مالي بجټ د جون په لومړۍ اوونۍ کې وړاندې کېږي خو د اوسنيو اسمبليانو اييني موده د مۍ په ۲۸ م پای ته رسېږي نو ځکه وزيراعلی وزيرانو او افسرانو ته وويل چې که امکان وي نو بجټ به په مۍ کې وړاندې کړل شي.
ډاکټر امجد علي

دده په وينا په دې اړه به حتمي فيصله د صوبايي کابينې په راتلونکې غونډه کې کېږي.

بل خوا په اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر مولانا لطف الرحمن هم د بجټ تر جون له مخه وړاندېکولو د وړاندېز ملاتړ کړی دی.

نوموړي مشال راډیو ته وويل چې د اسمبليانو د وخت پوره کېدو وروسته چې کوم عبوري حکومت راځی نو هغه د بجټ وړاندې کولو اييني صلاحيت نه لري نو ځکه پکار ده له مخه وړاندې او منظور شي.

نوموړي زياته کړه چې دا کار ځکه هم ضروري دی چې که بجټ وړاندې نه شي نو حکومتي کارکوونکيو ته به په تخواګانو ورکولو او دا شان د صوبې نورې مالې چارې به له خنډ سره مخامخ شي.

که چيرته اوسني حکومت بجټ وړاندې کړی نو دا به پنځم ځل وي چې واکمن تحريک انصاف ګوند بجټ وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG