د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ: بايد د سختدريځې مفکورې پرضد جګړه وشي"


د امريکا د تفریحي نړۍ وتلې کمپنۍ نيټفلکس د سولې نړيواله جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ سره ځانګړې مرکه کړې چې پکې يې ويلي چې بايد د هغې مفکورې پرضد جګړه وشي چې ښځو ته د زدکړو حق نه ورکوي.

دا مرکه د امريکا د ټيليويژن د نړۍ وتلې څهرې ډېوډ لېټرمېن د هغو شپږ مرکو برخه ده چې له مشهورو شخصيتونو سره يې کړې دي.

نوموړي تر دې وړاندې د امريکا له پخواني ولسمشر باراک اوبامه سره هم ځانګړې مرکه کړې وه.

د جمعې په شپه خپره شوې مرکه کې ډېوډ لېټرمېن له ملالې یوسفزۍ څخه د هغې د ژوند، د پښتنو دکلتور، د هغې خپل کلي ته د ستنېدو او د نجونو د تعلیم لپاره د هغې د مبارزې په اړه پوښتنې وکړې.

د ملالې يوسفزۍ پلار مشال راډیو ته وويل چې دا مرکه په نيويارک او اکسفورډ کې ثبت شوې وه چې د دوی لپاره د وياړ خبره ده.

دا مرکه په نيويارک او اکسفورډ کې ثبت شوې وه چې زموږ لپاره د وياړ خبره ده.
ضياوالدين يوسفزی

نيټفلکس چې کومه تعارفي ويډيو خپره کړې ده په هغې کې د يوې پوښتنې په ځواب کې ملاله يوسفزۍ وايي چې باوري ده چې نورې هم ډېرې نجونه شته چې که یې ملاتړ وشي نو کولای شي چې خپل غږ پورته کړي او نړۍ بدله کړي.

د مرکې پر مهال ډېوډ لېټرمېن له ملالې يوسفزۍ څخه پوښتنه کوي چې که فرض کړه تاسو د طالبانو په حمله کې وژل شوې وايه نو څه به شوي ول؟

هغه په ځواب کې وايي چې تمه به يې دا وه چې ډېر خلک به د سختدريځو پر ضد را پورته شوي وای او نه يوازي د سختدريځو بلکې ددې مفکوري پرضد به يې ږغ پورته کړی وو.

کله مې هم فکر نه وو کړی چې وسله وال به پر يوه ماشومه نجلۍ حمله کوي خو هغو داسې وکړل.
ملاله يوسفزۍ

د دې وجه ملالې دا يادوي چې دغه مفکوره د ښځو د تعليم د ترلاسه کولو او د هغوي له سړيو سره برابري نه مني.

نوموړې زياته کړه چې کله يې هم دا فکر نه وو کړی چې وسله وال به پر يوه ماشومه نجلۍ حمله کوي خو هغو داسې وکړل.

ملالې يوسفزۍ د نړۍ پر مشرانو نيوکه وکړه چې هغوي د سختدريځۍ او غربت ختمولو خبرې کوي خو تعليم يې له پامه غورځولۍ دی.

XS
SM
MD
LG