د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرحت الله بابر: د اتلسم ترميم د ختمولو هڅې روانې دي


د پاکستان پېپلزپارټۍ پخواني سېنېټر فرحت الله بابر خبرداری ورکړی چې که چېرته ۱۸ م اييني ترميم ختم کړل شو نو هسې نه وړوکې صوبې په قامي اسمبلۍ کې له پنجاب سره د برابری غوښتنه وکړي.

نوموړي د سېنېټر په حېث خپله شپږ کلنۍ اييني موده پوره کړې ده او د سېشنبې پر ورځ يې د سېنېټ غونډې ته په خپله وروستۍ وينا د عدليې او حکومت ترمنځ کړکېچ، په رياست کې دننه د رياست جوړېدو هڅو او پر هغو کوششونو رڼا واچوله چې د ده په وينا د ۱۸ م اييني ترميم د ختمولو لپاره روانې دي.

فرحت الله بابر ادعا وکړه، داسې برېښي چې د ۱۸م اييني ترميم د ختمولو هڅې روانې دي.

نوموړي زياته کړه چې صفا ورته ښکاري چې د دې پارلېمان جوړ کړل شوی ۱۸م اييني ترميم او د اختياراتو صوبو ته په ورکولو بندېز لګول کېږي او مخه يې نيول کېږي.

زه خبرداری ورکوم که ۱۸م اييني ترميم ختم کړل شو نوبيا هسې نه هغه ورځ هم راشي چې وړوکې صوبې په قامي اسمبلۍ کې له پنجاب سره د برابرو چوکيو غوښتنه وکړي او د برابری دغه فارموله هم هغه ده چې پنجاب د مشرقي پاکستان په اړه ورکړې وه.
فرحت الله بابر

هغه پر راتلونکې پارلېمان او په سېنېټ کې ناستو ملګریو ته خبرداری ورکړ، که چېرته ۱۸م ترميم ختم کړل شو نو د ده په وينا هسې نه بيا هغه ورځ هم راشي چې وړوکې صوبې په قامي اسمبلۍ کې له پنجاب سره د برابرو چوکيو غوښتنه وکړي چې د ده په خبره د برابری هم دغه فارمول پنجاب د مشرقي پاکستان په اړه ورکړی وو.

۱۸م اييني ترميم د ۲۰۱۰ م کال د اپريل په مياشت کې د پېپلز ګوند په واکمنۍ کې د پاکستان پارلېمان منظور کړی وو چې له مخې يې ولسمشر خپل ځينې اختيارات وزيراعظم ته سپارلي ول.

خو مهم اړخ يې دا وو چې د ترميم له مخې صوبو ته نور واک ورکړل شوی وو.

له لسيزو راهيسې د وړوکو صوبو سياسي ګوندونو د دې ډول اختياراتو غوښتنه کوله.

فرحت الله بابر د حکومت او عدليې ترمنځ پر روان کړکېچ هم اندېښنه وښودله.

نوموړي وويل چې دې کړکېچ ته په کتو سره وېره لري چې هسې نه د سږکال انتخابي مهم د عدليې په اړه رېفرنډم ثابت شي.

هغه وويل چې پر دې خبره اندېښمن دی چې کله و ويني چې قدرمن ججان صاحبان د آيين او قانون د حوالو پرځای د شعرونو حواله ورکوي.

د ده په خبره کله چې دغه حالات ويني او بيا يې د سږکال کېدونکيو انتخاباتو د کمپاين په تناظر کې ګوري نو ورته دا وېره راولاړه شي چې هسې نه د انتخاباتو دغه کال د عدليې په اړه د رېفرنډم کال ثابت نه شي.

زه اندېښمن یم کله چې وينم قدرمن ججان صاحبان د آيين او قانون د حوالو پرځای د شعرونو حواله ورکوي.
فرحت الله بابر

د پاکستان سپريم کورټ پروسږ کال په جولايي مياشت کې د پانامه اسنادو په مقدمه کې د مسلم ليګ پخوانی مشر نوازشريف د وزير اعظمی له چوکۍ نااهله ګرځولی وو چې په نتيجه کې يې د سپريم کورټ او حکومت ترمنځ کړکېچ رامنځ ته شو.

نواز شريف د عدالت پر فيصله تنقيد وکړ او بیا بیا په ولسي غونډو کې د دې ذکر کوي.

خو د سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار په ډاګه کړې چې هغه هېڅ سياسي اېجنډا نه لري.

د پېپلز پارټۍ پخواني سنېټر فرحت الله بابر په خپله وروستۍ وينا کې د خپل ګوند په ګډون پر نورو ګوندونو هم نيوکه وکړه چې د سېنېټ هغه قانون يې منظور نه کړ چې پکې د ده په وينا د سياستوالانو په ګډون د ټولو ادارو چې اشاره يې پوځ او ججانو ته وه د احتساب کولو ذکر شوی وو.

XS
SM
MD
LG