د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتنو نارینه وو ته احساس شوی چې په مبارزه کې ښځې ملګرې کړي"


ډاکټر نورين نصير چې کله په پېښور کې د منځنۍ کورمې د جنګ ځپليو پرلت ته ورغله نو لومړۍ پوښتنه يې داوکړه چې مېرمنې چېرته دي؟

ځواب ورکړل شو چې له موږ سره خو په احتجاج کې ښځې ملګرې نه دي.

خو وروسته ددې په وينا ځېنو کسانو ورته ټيليفون وکړ او وې ويل چې تاسو زموږ په ذهنونو کې پوښتنه راپېدا کړه چې پکار وه په پرلت کې ښځې هم راسره وايه.

دا او د دې څو نورې ملګرې د کورمې له احتجاجيانو سره د پېوستون او ملاتړ لپاره ورغلې وه او هلته يې وينا وکړه او د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال له ښځو سره د شويو ځورنو په اړه يې خبرې وکړې.

دې مشال راډیو ته وويل چې اوس سړيو ته هم احساس شوی چې په خپله مبارزه کې بايد مېرمنې شاملې کړل شي.

ډاکټر نورين نصير د خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو له يوشمېر هغو مېرمنو څخه يوه ده چې له څه باندې يوې لسیزې راهيسې نه يوازې د خپلو حقونو بلکې په ټوليزه توګه پښتنو ته د وروړاندي ستونزيو په اړه مبارزه کوي.

د پښتنو پر خاوره چې د ترهګرۍ په نوم کومه جګړه روانه ده هغې داسې حالات رامنځ ته کړل چې ښځي او سړي يې احتجاج کولو ته مجبوره کړل.
ګلالۍ اسماعيل

په دوی کې څوک له سياسي ګوند سره تړاو لري، څوک غير حکومتي ادارې چلوي او څوک بيا مدني فعالينې دي.

کله چې سږکال د فبرورۍ په مياشت کې د پښتون تحفظ موومنټ تر انتظام لاندې د اسلام اباد د درنې پر مهال سياسي او مدني فعالانو د خپلو حقونو په حق کې نارې وهلې نو په هغو نارو کې د ښځو ږغونه هم شامل ول.

که يوې خواته پر سټېج د مختلفو سياسي ګوندونو مشرانو ويناګانې کولې نو بلې خواته د درنه ورکونکيو ځوانانو د مختلفو سياسي، مدني او غير حکومتي ادارو سره تړاو لرونکيو مېرمنو پر ويناګانو لاسونه پړکول.

په ښځينه ويناوالو کې د غير حکومتي ادارې اويېر ګرلز مشره او مدني فعاله ګلالۍ اسماعيل هم وه.

دې مشال راډیو ته وويل چې د پښتنو پر خاوره چې د ترهګرۍ په نوم کومه جګړه روانه ده هغې داسې حالات رامنځ ته کړل چې ښځي او سړي يې احتجاج ته مجبوره کړل.

هغه د مومندو د يوې مشرې ښځې د هغې وينا حواله ورکوي چې په پرلت ورکوونکيو يې ږغ وکړ چې تر څو يې غوښتنې و نه منل شوې تر هغو دې درنه نه ختموي.

ګلالۍ اسماعيل وايي چې کله د مومندو دې سپين سرې وينا کوله نو هلته ناست سړي دومره جذباتيان شول چې چغي يې شروع کړې چې هغه دې خپل تقرير جاري و ساتي.

چې کله د سياسي ګوندونو د ګټې وخت وي نو د ښځو ووټ او احتجاج يې خوښ وي خو چې کله د ښځو د خپلو ازاديو خبره راشي نو پټه خوله شي.
عصمت شاه جهان

د اسلام اباد په پرلت کې د ښځو په ګډون کې مهم رول عصمت شاه جهان لوبولی وو.

هغه له تېرو ۳۳ کلونو راهيسې سیاسي مبارزه کوي او تل له کيڼ-لاسو سياسي ګوندونو سره پاته شوې ده.

هغې مشال راډیو ته وويل چې پښتنو ښځو د ګېس پر ستونزه په کرک ښار کې مظاهره کړې، په سوات کې هغه میندې احتجاج ته راوتې وې چې د پوځی عملياتو پر مهال يې بچيان ورک کړل شوي دي خو د دې په وينا د ښځو دغو مظاهرو منظمه شکل وانخېست.

عصمت شاه جهان پر نارینه وو تنقيد کوي او وايی چې کله د هغو سياسي ګټې وخت وي نو د ښځو ووټ او احتجاج يې خوښ وي خو چې کله د ښځو د خپلو ازاديو خبره راشي نو پټه خوله شي.

XS
SM
MD
LG