د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې تراوسه يې تر دوه زره زياتو هغو کسانو فهرست جوړ کړی چې کورنۍ يې ادعا کوي چې هغه لادرکه دي.

د پښتون تحفظ موومېنټ يو مشر بلال مسود چې د غورځنګ له خوا ورته د ورک کړل شويو کسانو د فهرست جوړولو کار سپارل شوی، د يکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې له ده سره تر اوسه پورې تر دوه زره زيات کسانو نومونه ليکل شوي چې کورنۍ د لادرکی دعوا کوي.

پښتون تحفظ موومېنټ په اسلام اباد کې د فبرورۍ له لومړۍ بيا تر لسمې نېټې پورې د خپلو غوښتنو په حق کې پرلت وهلی وو.

د ځينو نورو ترڅنګ دوی دا غوښتنه هم کوله چې د پښتنو په جنګ ځپلو سيمو او کراچۍ کې چې څومره کسان لادرکه دي هغه دې عدالت ته حاضر کړل شي.

د لادرکه کسانو په فهرست کې د شمالي او جنوبي وزيرستان، سوات، ملاکنډ، کراچۍ او پېښور د کسانو نومونه دي.
بلال مسود

وروسته چې حکومت له دوی سره کوم ليکلی تړون وکړ په هغه کې ددې خبرې وضاحت په مبهم انداز کې شوی وو.

خو د پښتون تحفظ موومېنټ مشران وايي چې له حکومت سره د مذاکراتو په دوران کې د ځينو لادرکه کړل شويو کسانو خپلو کورونو ته د رسېدو لړۍ پيل شوه.

بلال مسود مشال راډیو ته وويل چې د دوی د مالوماتو له مخې تر اوسه پورې تر دوه سوه زيات ورک کسان له خپلو کورنيو سره يو ځای شوي دي.

هغه زياته کړه چې د پاتې کسانو په اړه يې د پوځ له لوړپوړو چارواکيو سره ناستې شوې او هغوي ورته ويلی چې د لادرکه کسانو نومونه وروړي.

خو البته په سرکاري توګه ددې تصديق نه دی شوی چې په رښتيا هم تر دوه سوه زيات ورک کسان کورونو ته ستانه شوي دي او نه هم پوځ دا خبره تاييد کړې چې پښتون تحفظ موومېنټ ته يې د لادرکه کسانو د نومونو راټولو ويلي دي.

البته بلال مسود وايي چې د غورځنګ له خوا چې ده ته د ورکو کسانو د مالوماتو راغوڼدولو کار سپارل شوی وو دده په وينا په دې لړ کې ده ته د دوه زره داسې کسانو نومونه ورکړل شوي دي چې د کورنۍ يې دعوا کوي چې هغه ورک دي.

خو دده په خبره له ده پرته په قبايلي سيمو او د سوات په ګډون د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې هم د غورځنګ ملګري د ورکو کسانو مالومات راټولوي.

د نوموړي په خبره له ده سره په فهرست کې د شمالي او جنوبي وزيرستان، سوات، ملاکنډ، کراچۍ او پېښور د ورکو کسانو نومونه دي.

بلال مسود وايي چې چارواکيو ته ويلي چې دا دې مالومه کړل شي چې ايا دا کسان په جيلونو، حراست خانو يا په کوم بل ځای کې دي.؟

د پښتون تحفظ موومېنټ له خوا د لادرکه کسانو په اړه راپورته کول به مثبته نتيجه ورکړي
شير محمد اېډوکېټ

په پاکستان کې د لادرکه کسانو موضوع ډېره حساسه ده او تور يې تل پر پوځ لګېدلی خو پوځ بيا هميش د خلکو له لادرکه کولو څخه انکار کړی دی.

بلوڅان او سنديان هم دا تور لګوي چې د دوی سياسي او مدني فعالان ورک کړل شوي دي.

د لادرکه کسانو د موندولو په اړه د بلوڅانو سازمان له کراچۍ څخه تر اسلام اباد پياده لاريون کړی وو خو لا هم وايي چې ستونزه يې حل شوې نه ده.

دا لومړۍ ځل دی چې د پښتنو يو غورځنګ په رسمي توګه دا ستونزه راپورته کړې ده.

د پاکستان بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان د خېبر پښتونخوا پخوانی مشر شير محمد اېډوکېټ چې پخپله يې په پخوا کې د لادرکه کسانو ستونزه راپورته کړې وه وايي، د پښتون تحفظ موومېنټ له خوا پر دې موضوع غږ راپورته کول به مثبته نتيجه ورکړي.

دده په خبره چې له دې سره به نور سازمانونه او عدالتونه هم راوېښ شي او د لادرکه کسانو د ستونزې په حل کولو کې به خپل رول و لوبوي.

د موضوع د حساسيت له کبله حکومت په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي خو په جبري توګه د ورکو کسانو په اړه د پاکستان حکومت له خوا جوړ کړل شوي کمېشن پخواني مشر جسټس ريټايرډ جاويد اقبال د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر پر ۱۱ مه نېټه د سېنېټ د بشري خقونو کمېټۍ ته ويلي ول چې د لادرکه کسانو په شمېرو کې له مبالغې کار اخستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG