د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا مشرانو او ځوانانو د ستونزو د حل لپاره څلوېښتي جوړه کړې ده


فايل فوټو
فايل فوټو

پراګ - د قبايلي سيمو مشرانو او فعالانو د درې ورځنۍ غونډو په پای کې د خپلو ستونزو د حل لپاره څلوېښتي يا کاري ډله جوړه کړې ده.

د دې جرګې يوه منتظم مشال راډیو ته ويلي چې دوی به خپلې غوښتنې د را تلونکي اتوار پر ورځ په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال اعلان کړي.

د جرګې لومړۍ ناستې د جمعې او شنبې پر ورځ په پېښور کې شوې وې چې پکې د اوه واړو قبايلي اېجنسيانو مشرانو او ځوانانو ګډون وکړ.

د جرګې منتظم جاويد مسود د يکشنبې په مازيګر مشال راډیو ته وویل چې تر ډېرو بحثونو وروسته دوی په څلوېښتۍ يا کاري ډلې جوړولو سلا شول.

نوموړي وويل چې د څلوېښتۍ جوړولو هدف د فاټا د جګړه ځپلو سيمو ستونزې حلول دي.

جاويد مسود زياته کړه چې دوی به خپلې غوښتنې په ليکلې بڼه کې چاپوي او دا به بيا په اسلام اباد کې په خبريالانو او چارواکو کې وېشي.

حکومت موږ ته معاوضه لږ را کوي خو موږ غواړو چې هغه زياته شي او د فاټا د بيا رغونې لپاره چې کومې پيسې راځي هغه په شفافه توګه و لګول شي.
جاويد مسود

د ده په خبره چې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال د دوی کورونو زيانمن شوي دي او بنيادي ډانچه یې تباه شوې وه.

د ده په وينا، حکومت دوی ته معاوضه کمه ورکوي خو غواړي چې هغه زياته شي او ددې ترڅنګ چې کومې پیسې د فاټا د بيا رغونې لپاره راځي هغه په شفافه توګه و لګول شي.

د قبايلي سيمو دغه مشرانو په داسې حال کې څلوېښتي جوړوي چې وار له مخه د فاټا ځوانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم هلي ځلې بيل کړې دي.

غورځنګ د فبرورۍ له لومړۍ بيا تر ۱۰مې پورې په اسلام اباد کې پرلت وهلی وو چې وروسته حکومت په ليکلې بڼه د هغو ځينې غوښتنې ومنلې.

د غورځنګ غوښتنې وې چې لادرکه کسان دې عدالت ته حاضر شي، سيمه دې له ماينونه پاکه کړل شي، پر امنيتي پوستو دې خلک نه تنګول کېږي،د نقيب مسود په وژنه کې تورون افسر راو انوار دې ونيول شي او د پښتنو د ماورا عدالت وژنو په اړه دې تحقيقات وشي.

تر تړون وروسته پوځ وطن کارډ ختم کړ او د غورځنګ په وينا په لسګونه لادرکه کسان کورونو ته ستانه شول.

البته ويلي یې دي چې تر تړون وروسته له حکومتي اقداماتو مطمين نه دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د فاټا ستونزې را پورته کړي خو د جرګې منتظم جاويد مسود وايي چې دوی د تحريک نه بلکې د قومونو په کچه خپلې ستونزې رابرسېره کوي او د حل لپاره يې مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG