د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات قامي جرګه: د تړون په اړه له حکومتي اقداماتو مطمين يو


سوات قامي جرګه وايی چې حکومت له دوی سره پر کړي تړون عمل پیل کړی دی او د اوس لپاره له اخيستل شوو ګامونو ډاډه دي.

دا تړون د تېرې جمعې په ورځ له هغه وروسته وشو چې سیاسي او مدني فعالانو په سوات کې د احتجاجي مظاهرې اعلان وکړ.

د يکشنبې پر ورځ د حکومت او سوات قامي جرګې ترمنځ د شوي تړون اته ورځې پوره شوې.

د سوات قامي جرګې مشر زاهد خان د يکشنبې ماښام مشال راډیو ته وويل چې ځايي انتظاميې په تړون کې پر شويو ژمنو عمل پیل کړی دی.

د پښتنو په جنګ ځپلو سيمو کې خلکو پاڅون پیل کړی او په زړونو کې پرته ويره يې اوس ماته کړې ده.
سيد عالم مسود

دده په وينا په تړون کې دا ژمنه شوې وه چې پر چيک پوسټونو به پوليس درول کېږي چې دده په وينا پر دې وعده عمل شوی دی.

دده په خبره د سړک په پټو کې د تېرولو پر ځای د سوات سيند له غاړې سره د تېرولو وعده شوې وه چې په اړه به يې د دوشنبې په ورځ چاواکي دوی ته نور مالومات ورکوي.

زاهد خان زياته کړه چې د تېر اتوار پر ورځ په خوازخيله کې د چيک پوسټونو پرضد د شوي مظاهرې وروسته چې پوليسو کومې مقدمې جوړي کړې وې هغه به د دوشنبې پر ورځ له کمشنر سره د ملاقات پر مهال ختمې کړل شي.

البته زاهد خان وويل چې ددې سربېره هم پر حالاتو نظر ساتي او که يې ژمنې پوره نه شوې نو د احتجاج لاره به خپلوي.

د سوات ولسي او پوځي چارواکيو له هغه وروسته سوات قامي جرګې ته د خبرو اترو بلنه ورکړه چې کله تېره اوونۍ د سوات مدني او سياسي فعالانو په مېنګوره کې د مظاهرې اعلان وکړ.

تر دې وړاندې د تېر اتوار پر ورځ هم په سلګونو کسانو په خوازه خيله کې مظاهره وکړه او غوښتنه يې وکړه چې پر چېک پوسټونو دې خلک نه ځورول کېږي.

خو له دې مظاهرې وروسته پوليسو پر تنظميونکو مقدمه جوړه کړه چې په غبرګون کې يې د يوې بلې مظاهرې اعلان وشو.

ټاکل شوې وه چې د مېنګورې په مظاهره کې به د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون او د پښتون ولسي تحريک مشر ډاکټر سيد عالم مسود هم ګډون کوي خو تر مظاهرې وړاندې حکومت د سوات د خلکو غوښتنې و منلې.

له دې وروسته منظور پښتون سوات ته خپل تګ و ځنډاوه خو ډاکټر سيد عالم مسود يکشنبې پر ورځ سوات ته ولاړ او دقامي جرګې له مشرانو او نورو فعالانو سره يې وليدل.

په اسلام اباد کې تر درنې وروسته په باجوړ، سوات،ډېره اسماعيل خان او ږوب کې د مظاهرو لړۍ پیل شوه
په اسلام اباد کې تر درنې وروسته په باجوړ، سوات،ډېره اسماعيل خان او ږوب کې د مظاهرو لړۍ پیل شوه

​نوموړي مشال راډیو ته وويل چې د پښتنو په جنګ ځپلو سيمو کې خلکو پاڅون پیل کړی او په زړونو کې يې پرته ويره اوس ختمه شوې ده.

هغه زياته کړه چې د پښتنو پاڅون د يوه ګوند نه دی او نه هم دا انتخاباتو لپاره دی بلکې ددې مقصد پښتانه يو موټې کول دي چې دارنګه خپل قانوني حقونو تر لاسه کړي.

په اسلام اباد د فبرورۍ له لومړۍ بيا تر لسمې نېټې پورې د پښتون تحفظ موومنټ تراحتجاجي ناستې وروسته په نورو سيمو لکه باجوړ، شمالي وزيرستان، سوات، ملاکنډ او ږوب کې د مدني او سياسي فعالانو له خوا د مظاهرو يو لړۍ پیل شوه.

زياتره مظاهرې پر امنيتي پوستو د خلکو د ځورنې، د پښتنو د ماورا عدالت وژنو او لادرکه کړل شويو کسانو عدالت ته د وړاندې کولو په اړه وې.

خو حکومت ژمنه کړې ده چې د خلکو غوښتنې به مني.

XS
SM
MD
LG