د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو دسېنېټ په ټاکنو کې په پېسو د رايو اخستو تورونه رد کړي


د پاکستان پېپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري هغه تورونه رد کړي دي چې د سېنېټ په انتخاباتو کې يې په پېسو ووټونه اخستي دي.

د سېنېټ تر انتخاباتو يوه ورځ وروسته بلاول بوټو زرداري د يکشنبې پر ورځ د لومړي ځل لپاره په کراچۍ کې خبريالانو ته مخامخ شو.

پر دې مهال زياتره پوښتنې د هغو تورونو په اړه وې چې د خيبر پښتونخوا واکمن ګوند تحريک انصاف او متحده قامي موومېنټ پاکستان پر پېپلز پارټۍ لګولي دي.

دواړه ګوندونو وايي چې پېپلز ګوند د خپلو اميدوارانو د کاميابولو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د غړيو ووټونه په پيسو اخستي ول.

د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ مخې ته هم خلکو د پېسو صندوقونه ګرځول راګرځول. په څلور څلور، پنځه پنځه کروړه روپيو يې د ووټ اخستو وړاندېزونه کول
مشتاق غني

خو بلاول بوټو زرداري دا تورونه رد کړل.

ده وويل چې سياسي ګوندونه بايد د خپل خپګان زور تردوی و نه باسي.

ده زياته کړه چې د سيند د انتخاباتو کميشن مشر هم ددې صوبې ټاکنې شفافې ګرځولې دي.

پيپلز پارټۍ د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې شپږ غړي لري او له دې حسابه پکار وه چې د سېنېټ لپاره يې يو غړی ټاکل شوی وايه خو دې ګوند د دوې چوکۍ و ګټلې.

تر انتخابي نتيجو تر راتلو وروسته د تحريک انصاف مشر عمران خان پر ټويټر پاڼه و ليکل چې د پيپلز پارټۍ په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پيسو په زور د سېنېټ دوې چوکۍ وګټلې.

دا شان د متحده قامي موومېنټ پاکستان مشر ډاکټر فاروق ستار هم ويلي وو چې پېپلز ګوند دهاندلي کړې ده.

خو د پاکستان ډان ورځپاڼې بيا د سرچينو له قوله ليکلې چې د خېبر پښتونخوا د واکمن تحريک انصاف ګوند د اسمبلۍ ځېنو غړو خپل ووټونه خرڅ کړي وو.

خو دډې صوبې د لوړو زدهکړو وزير مشتاق غني د يکشنبې مازيګر له مشال راډیو سره په مرکه کې دا تورونه ردکړل او وې ویل چېملګرو يې ووټونه خرڅ کړي نه دي.

((زموږ د اسمبلۍ مخې ته هم خلکو د پېسو صندوقونه ګرځول راګرځول. په څلور څلور، پنځه پنځه کروړه روپيو يې د ووټ اخستو وړاندېزونه کول خو د تحريک انصاف غړي له خپل ګوند سره ټينګ ولاړوو او پارټۍ چې و چاته د ووټ ورکولو ويلي ول دوی هغو ته رايې ورکړې))

سياسي ګوندونه بايد د خپل خپګان زور زموږ تر ګوند و نه باسي.
بلاول بوټو زرداري

د سېنټ د ۵۲ غړيو تر انتخاب وروسته اوس بله مرحله د سېنېټ د مشر د ټاکلو ده.

تر وړاندې په سېنټ کې پيپلز پارټۍ اکثريت درلود خو د ۱۸ غړيو د مودې تر پوره کېدو وروسته يې اکثريت بایللی دی.

خو ددې ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په خبري غونډه کې وويل چې هڅه به کوي چې د سېنېت چيرمين خپل راولي.

خو مسلم ليګ نواز ډله بيا وايي چې په سېنېت کې اوس اکثريت ترلاسه کړی دی نو د چيرمين تعلق به هم له دې ګوند سره وي.

XS
SM
MD
LG