د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګل پر ورځ د نقیب مسود د قضیې اورېدنه ده


د نقیب مسود وژنې پښتانه راپارولي
د نقیب مسود وژنې پښتانه راپارولي

پراګ ـ د پاکستان سپريم کورټ د دوشنبې پر ورځ د وژل شوي ځوان نقيب الله مسود د ماورا عدالت وژنې د مقدمې اورېدنه کوي.

د نقيب مسود تر وژنې وروسته په کراچۍ او د هېواد په نورو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې وشوې چې بيا وروسته د جنورۍ پر ۱۹ د پاکستان سپريم کورټ له خپلې غاړې ددې پېښې نوټس واخست.

د دې مقدمې اورېدنه د وروستي ځل لپاره د فبرورۍ پر ۱۶مه وشوه.

په هغه اورېدنه کې چيف جسټس ثاقب نثار د نقيب مسود په وژنه کې تورن پوليس افسر راو انوار ته د نه حاضرېدو له کبله د عدالت د سپکاوي نوټس ورکړ.

د نقيب مسود د کورنۍ وکيل جبران ناصر د يکشنبې په مازيګر مشال راډیو ته وويل چې دوی يواځې د راو انور نه بلکې له هغه سره د ملګرو نورو کم رتبه پوليس چارواکو د نيولو غوښتنه هم کوي.

د سپریم کورټ وداني
د سپریم کورټ وداني

نوموړي زياته کړه چې په تېره اورېدنه کې عدالت د پاکستان جاسوسي ادارو ته د رپورټونو جمع کولو امر کړی دی او په دې اړه ده ته دا مالومات ترلاسه شوي دي چې هغو خپل رپورټونه په سپريم کورټ کې جمع کړي دي.

جبران ناصر زياته کړه چې دوی يواځې د راو انوار د نيولو خبره نه کوي بلکې غواړي چې هغه پنځلس کم رتبه پوليس افسران هم ونيول شي چې له راو انوار سره ملګري ول او اوس پټ دي.

نوموړي زياته کړه چې د نقيب مسود په وژنه کې د تورنو پوليس افسرانو له نه نيول کېدو څخه دوی ته داسې ښکاري چې دا يو سازش دی او ترشايې يوه منظمه ډله لاس لري.

د پاکستان سپريم کورټ په تېره اورېدنه کې ددې هېواد ملي بانک ته حکم کړی وو چې د راو انوار شتمنۍ کنګل کړي.

مدني فعاله ثمرينه وزير چې د نقيب مسود په مقدمه کې ډېره سرګرمه ده، مشال راډیو ته وويل چې سپريم کورټ ځينې ښه ګامونه اخستي دي.

ددې په وينا، د راوانوار شتمنی کنګلول، د هغه نوم له هېواده د نه وتونکيو کسانو په فهرست کې اچول او شخصي هوايي شرکتونه له هغه سره له هېواده په وتلو کې له مرستې منع کول په ښو ګامونو کې راځي.

ثمرينه وزير زياتوي چې تر ټولو لويه پوښتنه داده چې اخر ولې د پاکستان امنيتي او جاسوسي ادارې د راو انوار په نيولو کې ناکامه دي؟

ددې په وينا، اخر ولې يو کس تر پوره رياست زورور دی؟

۲۷ کلن نقیب الله مسود په کراچي کې د جنورۍ پر دريمه تښتول شوی وی. د نوموړي مړی د جنورۍ پر ۱۳مه په ښار کې وموندل شو.

د سيند صوبې د پوليسو يو مشر راو انوار ويلي و چې نقيب مسود له تحريک طالبان پاکستان سره تعلق درلودلو او له پوليسو سره په مقابله کې ووژل شو، خو وروسته عدالتي پلټنو د راو انوار ادعاوې ناسمې وبللې او ویې ښودل چې هغه په جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی و.

له دې وروسته راو انوار له خپلې څوکۍ ليرې کړل شو چې اوس پټ شوی دی.

XS
SM
MD
LG