د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د نقيب مسود په وژنه تورن راو انوار ته د عدالت سپکاوي نوټس ورکړ


پراګ - د پاکستان سپريم کورټ د نقيب الله مسود په وژنه کې تورن پوليس افسر ته د نه حاضرېدو له کبله د عدالت توهین نوټس ورکړی دی.

د جمعې پر ورځ د چيف جسټس په مشری کې د دوو قاضيانو جرګګۍ (بېنچ) د نقيب مسود د وژنې د مقدمې اورېدنه وکړه چې پر ژمنې سربېره هم راو انوار ورته حاضر نه شو.

سپريم کورټ د سېشنبې پر ورځ راو انوار ته په دې شرط حفاظتي ضمانت ورکړ چې هغه دې د جمعې پر ورځ عدالت ته حاضر شي.

خو چيف جسټس وويل، عدالت ته په نه حاضرېدو سره راو انوار يو ښه چانس له لاسه ورکړ.

د سېند پولیسو مشر اې ډي خواجه عدالت ته وويل چې راو انوار د چارشنبې پر ورځ د وټس اېپ له لارې ورسره رابطه کړې وه او ډاډ يې ورکړ چې د جمعې پر ورځ به عدالت ته حاضر شي.

عدالت ته په نه حاضرېدو سره راو انوار يو ښه چانس له لاسه ورکړ.
چيف جسټس ثاقب نثار

د اورېدنې پر مهال د نقيب مسود پلار او نور خپلوان هم موجود ول.

د اورېدنې پر مهال د سپريم کورټ ودانۍ مخې ته د نقيب مسود پلار خبريانو ته وويل چې زوی یې بې ګناه وو او د انصاف غوښتو لپاره عدالت ته ورغلی دی.

هغه تمه وښوده چې عدالت به ورسره انصاف کوي.

راو انوار د پوليسو د هغې ډلې مشر وو چې په کراچۍ کې يې د نقيب الله مسود په ګډون څلور کسان وژلي ول او ادعا يې کړې وه چې وژل شوي کسان ترهګر او له تحريک طالبان پاکستان سره يې تړاو درلود.

خو وروسته د حکومت پلټنيزې کمېټۍ نقيب الله مسود بې ګناه وباله او بيا د راو انوار پرضد د نقيب مسود قتل مقدمه درج شوه.

عدالت راو انوار فراري ګرځولی دی.

د نقيب الله مسود د وژنې پر ضد پښتنو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې وکړې چې ددې او ځېنو نورو غوښتنو په تړاو په اسلام اباد کې پښتنو مدني او سياسي فعالانو تر ۱۰ ورځو پورې احتجاجي ناسته وکړه.

حکومت له پرلت ورکوونکو سره تړون وکړ چې پکې يې ژمنه وکړه چې راو انوار به نيسي.

XS
SM
MD
LG