د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې اوسېدونکو په پېښور کې پرلت وهلی دی


پراګ - د منځنۍ کورمې په لسګونو کسانو د خپلو غوښتنو په حق کې د پېښور پريس کلب مخې ته احتجاجي ناسته پيل کړې ده.

دوی د پوځي عملياتو پر مهال د ړنګو شویو کورونو په سروې کې د شاملولو غوښتنه کوي.

د منځنۍ کورمې تر ۳۰۰ زيات کسان د اتوار پر مازيګر په ګاډو کې پېښور ته ورسېدل او له رسېدو سره سم يې د پېښور پريس کلب مخې ته پرلت وواهه.

دوی په لاسونو کې بېنرونه نيولي وو چې ورباندې يې خپلې غوښتنې ليکلې وې او د غوښتنو په حق کې یې نعرې هم ووهلې.

خلک ستانه شول خو حکومت تر اوسه د ړنګو کورونو د بیاودانۍ پیسې نه دي ورکړې
پټان عبدالخالق

مظاهرچيان وايي، په ۲۰۰۸ز او ۲۰۰۹ز کلونو کې په منځنۍ کورمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات وشول چې له کبله خلک بېکوره او زرګونه کورونه یې وران شول.

د دوی په خبره، په ۲۰۱۲ز کال کې بېکوره شوي خپلو سیمو ته ستانه شول خو حکومت لا هم د دوی د کورونو جوړولو او معاوضې یا تاوان ورکولو وعدې نه دي پوره کړې.

د مظاهرچيانو يو مشر پټان عبدالخالق مشال راډیو ته وویل پینځه مهمې غوښتنې لري.

د منځنۍ کورمې لسګونه مظاهره کوونکي پېښور ته تللي
د منځنۍ کورمې لسګونه مظاهره کوونکي پېښور ته تللي

لومړی، حکومت دې د ۲۰۱۸ز کال په سروې کې د دوی کورونه ړنګ وشماري ځکه چې تر اوسه یې ورته تاوان نه دی ورکړی.

دویم، تر عملیاتو وروسته ۱۸ زره کسان ستانه شول خو حکومت ورته د ۲۵، ۲۵ زره روپیو مرستې نه دي ورکړې، هغه دې ورکړي.

خالق وايي، درېیمه خبره دا ده چې په عملیاتو کې د منځنۍ کورمې د اپریدیو کورونه هم وران شوي او هغوی له شاوخوا ۲۰۰ کلونو راهیسې د دوی په سیمه کې اوسي خو په انتظامي وېش کې د منځنۍ کورمې د وګړو په توګه نه یادېږي ځکه چې په شناختي کارډونو کې یې رجسټرېشن د خیبر اېجنسۍ د اوسېدونکو په توګه شوی. نو له اپریدیانو سره هم د پوره مرستو غوښتنه کوي.

پټان عبدالخالق وايي، څلورمه غوښتنه یې په منځنۍ کورمه کې د شناختي کارډونو (یعنې نادرا) دفتر پرانیستل دي.

دی وايي، وروستۍ غوښتنه یې د قامي اسمبلۍ د غړي په نوم دوی ته د فنډ ورکول دي. دی وايي، منځنۍ کورمه په قامي اسمبلۍ کې خپل استازی نه لري نو ځکه حکومت ورته د اته کروړه روپۍ فنډ نه ورکوي.

خالق زیاتوي که دوی اېم اېن اې نه لري هم نو په سیمه کې خو یې خلک اوسي چې اړتیاوې لري نو حکومت دې ورته فنډ جاري کړي.

يو بل مشر شوکت خان مير باغ وويل چې د ستونزو په اړه يې په منځنۍ کورمه کې هم مظاهرې کړي خو له چارواکو څخه تر نهیلي کېدو وروسته مجبوره شول چې پېښور ته مخه کړي.

مشال راډیو د حکومتي دريځ معلومولو لپاره د کورمې له پولېټيکل انتظاميې سره رابطه وکړه خو هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.مظاهرچيان وايي، د ګل پر ورځ په پېښور کې د ګورنر هاوس مخې ته هم احتجاج کوي.

XS
SM
MD
LG