د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ غړی منظور کاکړ نااهله کړل شو


د پاکستان انتخاباتو کميشن بلوچستان اسمبلۍ غړی او صوبايي وزیر منظور کاکړ نااهله ګرځولی دی.

د کمیشن وياند الطاف خان د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې کمېشن دا فيصله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر درخواست کړې ده.

منظور کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په ټکټ بلوچستان اسمبلۍ ته ټاکل شوی وو.

الطاف خان زياته کړه چې محمود خان اڅکزي کمیشن ته په درخواست کې ويلي ول چې منظور کاکړ سږ کال په جنورۍ کې د بلوچستان د وزير اعلی چوکۍ لپاره په شویو ټاکنو کې د ګوند د پاليسۍ خلاف ووټ ورکړی وو نو بايد د پاکستان د ايين د مادې ۶۳ اې لاندې دي هغه نا اهله وګرځول شي.

په هغو ټاکنو کې د مسلم ليګ قايد اعظم ډلې غړی عبدالقدوس بزنجو د بلوچستان وزير اعلی ټاکل شوی وو چې منظور کاکړ هم هغه ته رايې ورکړې وه.

د قدوس بزنجو په مقابله لياقت اغا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کانديد وو.

الطاف خان وايي، چې د انتخاباتو کميشن د محموخان اڅکزي په حق کې فيصله وکړه او منظور کاکړ يې د اسمبلۍ له غړيتوبه نا اهله کړ.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په جمرود کې د ډینګي ناروغان ډېر شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:15 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG