د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب پوهنتون پښتانه زده کونکي: انتظامیه راسره امتیازي سلوک کوي


پنجاب پوهنتون کې پښتانه زده کونکي وايي انتظامیه ورسره امتیازي سلوک کوي.
پنجاب پوهنتون کې پښتانه زده کونکي وايي انتظامیه ورسره امتیازي سلوک کوي.

پراګ ـ پنجاب پوهنتون د اسلامي جميعت طلبه او د پښتنو او بلوڅو سازمانونو سره تعلق لرونکي ۱۷ زده کوونکي د تل لپاره له پوهنتونه وېستلي دي.

د پنجاب پوهنتون وياند خرم شهزاد د يکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د جنورۍ پر ۲۲ مه د اسلامي جميعت طلبه او پښتنو او بلوڅانو سازمان ترمنځ تر جګړه شوې وه چې په اړه يې پوهنتون پلټنې پیل کړې.

دده په وينا، په جګړه کې ښکېلو ۳۴ زدکوونکيو ته نوټسونه ورکړل شوي وو چې پرضد يې د نظم و نسق کمېټۍ د شنبې په ورځ ۳۰ زده کوونکیو ته د سزا ورکولو فيصله وکړه.

د وياند په خبره، په دې کې د اسلامي جمیعت طلبه ۱۳ او د پښتنو سازمان ۴ زده کوونکي د تل لپاره او شپږ پښتانه د يوه کال لپاره له پوهنتونه و وېستل شول.

ددې ترڅنګ په پنځو پښتنو زده کوونکيو لس لس زره روپۍ جرمانې لګول شوي، يوه ته خبرداری ورکړل شوی او درې بري کړل شوي دي.

په پنجاب پوهنتون کې د پښتنو زده کونکیو سازمان پښتون اېجوکېشن ډېويلپمنټ موومنټ مشر عالمګير وزير په هغو زدکوونکیو کې دی چې د تل لپاره له يونيورسټۍ د ویستلو سزا ورکړل شوې ده.

نوموړي د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته د مرکې پر مهال وویل چې دوی دې ته د امتيازي فیصلې په سترګه ګوري.

هغه زياته کړه،

((موږ څو څو ځله د پوهنتون مشر ته ورغلي يو او شکايت مو کړی چې اسلامي جميعت طلبه له موږ سره زياتی کوي خو هغو زموږ خبرې ته غوږ نه دی اېښی بلکې برعکس به يې له اسلامي جميعت طلبه سره ناستې کولې نو ځکه موږ دې ته امتيازي فيصله وايو.))

خو د پنجاب پوهنتون وياند خرم شهزاد بيا وايی چې له هېچا سره امتيازي سلوک يا توپير نه دی شوی بلکې فيصله د ثبوتونو پر اساس په شفافه توګه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې د فیصلې لپاره یې څارګرې کېمرې، عيني شاهدان، د زده کوونکيو اوسنی او پخوانی ريکارډ، دستاوېزونو، پر موبايل جوړې شوې او پر ټېلېويژن خپرې شوې ويډيوګانې يې د ثبوت په توګه کارولې.

دده په وينا، په پرېکړه کې دا خبره هم په پام کې نيول شوې چې کوم زده کوونکي ته ناحقه تاوان و نه رسېږي.

خرم شهزاد زياته کړه چې زدکوونکي په ۱۵ ورځو کې د پوهنتون مشر ته اپيل کولی شي او هغه به تر دريځ اورېدو وروسته ختمي فيصله کوي.

عالمګير وزير وايی چې دوی به د دوشنبې پر ورځ له وايس چانسلر سره اپيل درجوي.

خرم شهزاد زياته کړه چې د نظم و نسق کمېټۍ په دويم پړاو کې هم ۳۰ زده کوونکیو ته نوټسونه ورکړي دي.

د جنورۍ پر ۲۲ مه د اسلامی جميعت طلبه او پښتنو او بلوڅو سازمانونو ترمنځ په نښته کې ۱۲ زده کوونکي زخميان شوي ول چې وروسته د ۲۲۵ پښتنو او بلوڅانو پرضد د ترهګرۍ مقدمه درج شوې او هغه جيل ته واچول شول.

خو د بلوچستان ځينو سېنېټرانو دا مسئله په سېنېټ غونډه کې پورته کړه.

له دې سره سره د بلوچستان وکيلان او داخله چارو وزیر سرفراز بګټی هم لاهور ته ولاړل او تر خبرو اترو وروسته يې د زدکوونکو پرضد درج مقدمې ختم او هغه له زندانه راخوشي کړل.

XS
SM
MD
LG