عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
دا د ننګرهار د هغو دوو وروڼو کیسه ده چې داعش بیولي او روزلي. د دوی پلار له وسله والو خلاص کړي او اوس عادي ژوند ته ستنېږي. ویډیو د امریکا غږ خبریالې عایشې تنظیم جوړه کړې.
د امريکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر امکان څرګند کړی چې ښايي پاکستان له طالبانو، حقاني شبکې او نورو وسله والو ډلو سره اړيکو ساتلو ته دوام ورکړي.
غونډه د فبرورۍ پر ۱۲ مه او ۱۳ مه په کابل کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ په نوښت جوړه شوې وه چې پکې د پاکستان، جنوبي او منځنۍ اسيا د پوځ مشرانو او لوړ پوړو امنيتي چارواکيو ګډون وکړ.
د بلوچستان د کوټې په سریاب روډ نن (چارشنبه) سهار وختي د وسله والو په ډزو کې د اېف سي ځواک څلور عسکر وژل شوي دي.
دا ترانه سندرغاړي شوکت عزيز ويلې ده او وايي چې خلکو ورسره دومره مينه وکړه چې ان د درنې له ځای سره نېږدې د يوې مدرسې طالبانو ورسره تصويرونه اخيستل.
د پاکستان واکمن مسلم ليګ (ن) اتحادي او مخالفه ګوندونو د حکومت او پښتون تحفظ موومنټ ترمنځ د شوي تړون هرکلی کړی او ټينګار کوي چې بايد پر تړون پوره عمل وشي. مسود ساتنې غورځنګ ( مسود تحفظ موومېنټ) چې اوس په پښتون تحفظ موومېنټ اوښتی،
په پاکستان کې که جمهوريت وو او که امريت، ترهګري وه او که سختدریځي، عاصمه جهانګير به پر هره موقع او هر ځای د قانون واکمنۍ، بشري حقونو او له زغمه ډکې ټولنې لپاره خپل غږ پورته کاوه.
د مشال مرکه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په خپرونه کې مو د پښتنو د ساتنې غورځنګ (پښتون تحفظ موومېنټ) له مشر منظور احمد پښتون سره خبرې کړې دي.
د پاکستان انتخاباتي کميشن د زيارت په ورځ د تحريک انصاف مشر عمران خان له لورې د ضياوالله اپريدي د نا اهله ګرځولو درخواست رد کړ.
د زيارت په ورځ د پېښور، مردان او اسلام اباد يو شمېر ښځينه سياسي او مدني فعالانې د قافلې په شکل کې د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د احتجاج ځای ته ورغلې.
په بنګله دېش کې يو عدالت د دې هېواد پخوانۍ لومړۍ وزيرې خالده ضيا ته د درغلۍ په قضيه کې د پنځو کلونو د بند سزا اورولې ده.
مشال خان د جبر په چاپېریال کې پر مبارزه او غږ پورته کولو یقین درلود او ښايي فکر کول، پوښتنه راپورته کول او مبارزه کول د ھغه یوازنۍ ګناه وه
دمشال خان پلار محمد اقبال اقبال مشال راډیو ته وويل چې د عدالت فيصله د انصاف ورکولو په لړ کې يو ښه پیل دی.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پرامنه درنې لاملونه او ورسره نورې تړلې پوښتنې بحث شوې دي.
شوکت خټک وايې چې تېر کال ۱۸ زرہ پاکستاني زدہ کوونکي د لوړو زدہ کړو لپارہ چین تہ لېږدول شوي ول.
منظور پښتون وايي چې د فاټا جنګ ځپلی ولس اسلام اباد ته رسېدلی او په دې تمه وو چې محمود خان اڅکزی او اسفنديار ولي خان به ورشي.
د پاکستان مطبوعات وايي چې د خېبر پښتونخوا په بنو کې نامعلومه وسله والو د جماعت اسلامي ګوند يو ځايې مشر ملک طفيل خان وژلی دی. د جماعت اسلامي يو مشر پروفيسر ابراهيم د یکشنبې په ورځ له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال تصديق وکړ چې ملک طفيل وژل شوی دی.
دا غوښتنه د هغه لاريون په پای کې شوې چې د جنورۍ پر ۲۶مه له ډېره اسماعيل خانه پیل شو او د زيارت په ماښام اسلام اباد ته ورسېد.
د هيومن رايټس کميشن اف پاکستان د سيند څانګې مشر اسد اقبال بټ وايي چې د پوليسو له خوا زياتې وژنې په ۲۰۱۴م کال کې شوي دي.
د افغان چارواکيو د پاکستان تازه سفر څه ارزښت لري او دا دوه اړخيزه اړيکو سمولو پر لور لومړي ګام ثابتېدای شي.؟
نور وښیئ