بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي.
نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ.
د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ.
د مسلم لېګ (ن) يو مشر خواجه اصف ويلي د درغليوو په تور نيول شوي د دوی مشران سياستوال پارليمان ته نه وروبلل کېږي نو ځکه له حکومت سره همکاري نه کوي.
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ يوه مېرمن وايي داعش يې دوه غبرګ زامن په يوه ورځ د ماشومانو په مخ کې ووژل. هغې ته ګڼ يتيمان پاتې دي. نوموړې وايي دومره ظلم ورسره شوی که دغه وسله وال په مخه ورشي نو په تبرګي به يې ووهي. نور حال يې په دې ويډيو کې وګورئ.
ډاکټر تيتسو ناکامورا چې خلکو به خدايي خدمتګار باله، نن په جلال اباد کې يو وسله وال بريد کې ووژل شول. هغه په ننګرهار کې د يو کانال په تېرولو سره په زرګونو شړې زمکې اوبه کړې وي. پارکونه يې جوړ کړل او زراعتي زمکې يې ډېرې کړي.
نيزدي دوه کاله مخکې په کراچۍ کې د پولیسو له خوا وژل شوي وزيرستاني ځوان نقیب الله مسود د پلار تر پروني مرګ وروسته د هغه وکيل وايي هيله لري چې عدالت په دې اړه روانه مقدمه کې ژر تورنو کسانو ته سزا ورکړي.
د پاکستان اپوزېشن ګوند پيپلز پارټي شريک مشر بلاول بوټو زرداري وايي د پوځ د دندې مودې غځولو لپاره د قانون جوړول يو لوی امتحان دی.
د پاکستان حکومتي وکيلانو په خېبر پښتونخوا کې امنيتي ادارو ته د ډېر واک ورکولو قانون دفاع کړي او دې لړ کې يې د روانې مقدمې ځنډول غوښتي دي.
د بشري حقونو غېب کړل شوي فعال ادريس خټک وکيل طارق افغان وايي په پېښور هايي کورټ کې يې د درخواست په دايرولو سره له امنيتي ادارو او حکومته غوښتي چې په دې اړه خپل موقف واضحه کړي.
د پاکستان د سېنټ غړی او د نېشنل پارټۍ مشر مير حاصل خان بزينجو وايي د دوی د ګوند غړی او بشري حقونو فعال، ادريس خټک د تښتونې شک يې پر امنيتي ادارو دی. نوموړي د نومبر په اتلسمه مشال راډيو ته وويل چې د خټک د موندلو او راخوشي کولو لپاره د نومبر په ۱۹مه عدالت ته ځي.
ولسمشر غني وویل، دا کار په کابل کې د امريکايي پوهنتون هغو دوو بهرنيو پروفيسرانو د پرېښودو په بدل کې کوي چې طالبانو تښتولي ول
پاکستاني چارواکي هغه ادعاوې ردوي چې پکې ويل شوې داعش وسله وال په اورکزو سيمه کې مرکزونه لري او له دې ځايه افغانستان ته تګ راتګ کوي. د اورکزيو ضلعې ډپټي کمشنر واصيل خان د نومبر په يوولسمه مشال راډيو سره خبرو کې وويل چې په اورکزو کې د ډېر ښه امنيت وجه د وسله والو نه شتون دی.
د پاکستان حکومت وايي قبايلو سيمو لپاره د قامي مالي کمېشن يا اين ايف سي ايوارډ يا پېسو د ورکولو شکل بدلول غواړي. په مالي چارو کې د وزيراعظم عمران خان سلاکار حفیظ شېخ وويل چې تېر کال په خېبر پښتونخوا کې د قبايلي ضلعو تر شاملېدو وروسته د دې صوبې ضرورت زيات شوی دی.
په بلوچستان کې له جنسي ځورونو څخه د ښځو د ساتنې ادارې په صوبه کې د نومبر له څلورمې څخه تر يوولسمې پورې د عامه پوهاوي کمپاين پېل کړی چې مقصد يې د ښځو ځورونې پېښو رپورټ کېدنه هڅول دي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د نومبر په څلورمه د سرکاري کالجونو زده کوونکو لپاره د احساس سکالرشپ په نامه د مالي مرستې څلور کلن پروګرام پېل کړ. نوموړي وويل چې دوه لکه زده کوونکو سره به مرسته کېږي چې نيمايي به يې جينکۍ وي.
د پاکستان اليکټرانيک مطبوعاتو د څارنې ادارې، پيمرا په خپل يوه تازه بيان کې ويلي چې دوی پر خبريالانو دا بنديز نه دی لګولی چې هغوی پر ټيليويژن چېنلونو د شنونکي يا تجزيه کار په توګه نه شي راتللی. دې ادارې د اکتوبر په اته ويشتمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی لارښوونې غلطې تعبير شوې دي.
د اپوزيشن ګوند پيپلز پارټۍ شريک مشر، بلاول بوټو زرداري وايي وزيراعظم عمران به ډېر ژر ليري شي. هغه زياته کړه چې عمران خان د اپوزيشن غلي کولو او د حکومت نااهلۍ پټولو لپاره د دروغو مقدمې جوړې کړې دي.
د سي اېن اېن، نيوزويک او رويټرز اژانس په ګډون د یو شمېر رسنیو له راپورونو سره سم، امريکايي ځواکونو د شام په شمال غربي سيمه ادلیب کې د داعش
د امريکې په نيويارک کې د القاعده وسله والې ډلې د وژل شوي مشر، اسامه بن لاندن په اړه يو نندارتون جوړ شوی. په دې نندارتون کې د هغه د لټون په وخت د نوموړي د استعمال شيان نيول شوي دي. امريکايي پوځيانو اسامه اته کاله مخکې په پټو عملياتو کې په پاکستان کې وواژه.
افغان حکومت پر طالبانو تور پورې کوي چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ځي او له خلکو سره ګوري خو د جګړي اصلي قربانيانو، افغان ولس منتخب حکومت سره مذاکراتو ته نه حاضرېږي.
نور وښیئ