د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزيراعظم احساس سکالرشپ کې د قبايلو برخه څومره ده؟


عمران خان
عمران خان

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د نومبر په څلورمه د سرکاري کالجونو زده کوونکو لپاره د احساس سکالرشپ په نامه د مالي مرستې څلور کلن پروګرام پېل کړ. نوموړي وويل چې دوه لکه زده کوونکو سره به مرسته کېږي چې نيمايي به يې جينکۍ وي.

هغه په اسلام اباد کې په دې اړه يوې غونډې ته زياته کړه چې د دې پروګرام له لارې به په شرایطو پوره زده کوونکو ته هره مياشت پېسې ورکول کېږي او دا به يوه کمېټه معلوموي چې څوک د سکالرشپ اخیستو وړ دی او څومره پېسې بايد ورکړل شي: ((تاسو به د دې ښې نتيجې وګورئ. په اصل کې دا پروګرام د هغو قابلو زده کوونکو لپاره دی چې په کور کې پېسې نه لري. دوه فېصده برخه پکې د معذورو خلکو ده. يوه بله ښه خبره دا ده چې پنځوس فېصده سکالرشپونه د جينکو لپاره دي.))

د احساس سکالرشپ ترلاسه کولو شرایط

  • د سرکاري پوهنتون داخله
  • تعليمي قابليت
  • کورنی مياشتنی آمدن له ۴۵۰۰۰ روپيوو کم وي

په شرایطو پوره زده کوونکي د پاکستان لوړو زده کړو کمېشن ويب سایټ hec.gov.pk له لارې د دې کال پروګرام لپاره له اوس څخه د دسمبر تر لسمې پورې خپل درخواستونه ورکولی شي.

د قبايلي ضلعو د زده کوونکو د اتحاديې يو مشر غړي خيال زمان د نومبر په څلورمه مشال راډيو سره خبرو کې پر احساس سکالرشپ پروګرام پېلېدو خوښي وښوده خو وي ويل چې دوه لکه سکالرشپونه ډېر کم دي. هغه زياته کړه چې قبايلي ضلعو ته بايد ځکه ځانګړي مراعات ورکړل شوی وای چې هلته جنګونه تېر شوي او خلک یې غریب دي.

له تعليمه بې برخې ماشومان

حکومت په داسې حال کې په پوهنتونو کې واردمخه شاملو زده کوونکو لپاره احساس سکالرشپ پروګرام پېل کړی چې د ملګرو ملتونو ترمخه پاکستان په نړۍ کې دوهم هغه هېواد دی چې ډېری ماشومان یې سکولونو ته نه ځي. د ملګرو ملتونو ادارې يونیسيف پر خپل ویب سايټ ليکلي چې د دغو ماشومانو شمېر دوه ویشت اعشاريه اته ميلیونه دی.

څيړونکی عمر اورکزی چې حکومتي او غیرسرکاري ادارو ته د تعليم په برخه کې مشورې ورکوي، مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې د سکولونو او تعليمي سهولتونو نشتوالی، غریبي، بې امني او ټولنيز محدوديتونه ماشومان له زده کړو ليري ساتي. د هغه په وېنا حکومت دې ډېر پام له سکوله بهر ماشومانو ته واړوي.

خو د پاکستان وزيراعظم د تعليم د برخې سلاکارې، ډاکټر ثانیه نشتر د نومبر په څلورمه په اسلام اباد کې د احساس سکالرشپ د پېلولو په موقع جوړه غونډه کې وويل چې د حکومت مالي مرستې سره به د غریبۍ له امله تعليم پريښودونکو شمېر کم شي.

XS
SM
MD
LG